کابل (پژواک ٣ کب ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ځانمرګو بريدونو درې پلانوونکي د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د دغه ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، دغو څلورو تنو غوښتل چې په يوه کور کې د ځانمرګي بريد لپاره پلان جوړ کړي او بريدګر ورته وروزي چې خپل چاودېدونکي توکي پرې چاودېدلي دي.
په خبرپانه کې راغلي، چې په دې پېښه کې يو ځانمرګى بريدګر، د دغو بريدونو دوه پلانوونکي او د ياد کور يو ماشوم وژل شوى دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې پوليسو په شاوليکوټ ولسوالۍ کې اته بوشکې چاودېدونکي توکي چې په يوه سيمه کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.
په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده پېښه کې درى ځانمرګي او يو ماشوم وژل شوي دي.