بروکسل (پژواک ٥ کب ٩٢): د ناټو وياندې يو ځل بيا د سوفه تړون لاسليک، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په لاسليک پورې تړلى وباله او وايي، چې که د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون لاسليک نه شي، نو “سوفه” هم د منلو وړ نه دى.
د ناټو وياندې مېرمن اوانا لونګيسکو Oana Lungescu دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د افغان خبريالانو په ناسته کې وکړې.
مېرمن اووانا زياته کړه: د ناټو د دفاع وزيرانو په ناسته کې، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند د ځنډ په اړه خبرې کېږي.
ټاکل شوې، د ناټو د دفاع وزيرانو ناسته د کب مياشتې په ٧ او ٨ مه نېټه د بلجيم په بروکسل ښار کې تر سره شي.
مېرمن اوانا زياته کړه، چې دغه ناسته د دفاع وزيرانو عادي او منظمه غونډه ده، چې هر کال تر سره کېږي او د ناستې په لومړۍ ورځ، په ناټو غړو هېوادونو پورې د اړوندو موضوګانو په اړه خبرې کېږي.
هغې وويل، چې د افغانستان موضوع د يادې ناستې د اجنډا په دويمه ورځ کې ده او په دغه ناسته کې به د ايساف او ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
هغې د ناټو له لوري د افغان ځواکونو د روزلو او ملاتړ تر څنګ وويل، چې په دغه ناسته کې به له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته، په افغانستان کې د ناټو د مشورې او روزنې د ماموريت په اړه هم خبرې وشي.
له دې پرته يادې سرچينې زياته کړه، چې د ناټو دفاع وزيران به له افغان ځواکونو سره د مرستې څرنګوالى هم په دغه ناسته کې وڅېړي او دغه راز به دافغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند د لاسليک د ځنډ په اړه د ناټو پر پلانونو خبرې وشي.
هغې د افغانستان او ناټو تر منځ د سوفه تړون پر سر خبرو ته په اشارې سره وويل: ” د سوفه سند په اړه د افغان دولت او ناټو تر منځ خبرې مثبتې وې، خو دغه خبرې به هغه مهال پايله ولري، چې د افغانستان او امريکا تر منځ تړون لاسليک شي.”
هغې د سوفه تړون د لاسليک لپاره د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند لاسليک لومړى شرط وباله او زياته يې کړه: ” که له امريکا سره امنيتي سند لاسليک نه شي ،نو سوفه به هم د اجرا وړ نه وي.”
مېرمن اوانا د خپلو خبرو په ادامې کې وويل، چې د ناټو غړي هېوادونو چارواکي به د دغې غونډې په څنډو کې د افغانستان له دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي سره د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي په اړه چې ناټو ته د پام وړ موضوع ده، خبرې وکړي.”
نوموړې وويل: ” نړيواله ټولنه له افغانانو ملاتړ کوي، چې ټاکنې په روڼ ډول او په ارامه فضا کې تر سره شي.”
د سوفه سند په اړه د افغانستان او ناټو تر منځ خبرې، د روان کال د مرغومي په لومړۍ نېټه په کابل کې پيل شوې، چې ناټو به د دغه سند له مخې، له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو سرتېرو د شتون لپاره قانوني چوکاټ تر لاسه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن