Language

پر جعلي مکتوب د کندهار له زندانه ١٢ بنديان خوشې شوي

کندهار (پژواک ١١ کب ٩٢): د يوه جعلي مکتوب له مخې د کندهار ولايت له عمومي محبس څخه ١٢ بنديان خوشې شوي، چې چارواکي يې وسله وال مخالفين او د هغوى ګروپي قوماندانان ګڼي.

چارواکي وايي، دغه کار د بنديانو د خوشې کېدو په يوه مکتوب کې د جعل کولو له لارې شوى دى.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د ملي امنيت د څارنوالۍ له خوا د کندهار عمومي محبس ته د ١٦ بنديانو د خوشې کېدو مکتوب لېږل شوى و، چې د بند موده يې پوره شوې وه، خو وروسته په ډېر مهارت سره په دغه مکتوب کې لاسوهنه شوې ده.

هغه زياته کړه، په دغه مکتوب کې د ١٢ نورو بنديانو نومونه هم ور اضافه شوي، چې له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي وو.

دى وايي، په تښتېدلو کسانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر قوماندانان او اړوند کسان شامل دي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې ترهګريزې کړنې ترسره کولې.

د ده په خبره، تر پېښې وروسته امنيتي ارګانونه لاس په کار شوي او له تښتېدلو ١٢ تنو څخه دوه يې بېرته نيول شوي دي.

اطرافي دا هم وويل، چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه د ملي امنيت، څارنوالۍ، امنيه قوماندانۍ او د زندان د مسوولينو يو ګډ پلاوى ټاکل شوى، چې پايلې به يې وروسته په ډاګه شي.

يوې باوري سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل ، چې پېښه تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ شوې ده.

دغه سرچينه وايي، خوشې شوي دوولس تنه د وسله والو مخالفينو اړوند د مولوي منيب د ډلې کسان دي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې په غلچکي بريدونو او نورو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.

سرچينه دغه راز زياتوي، چې له دغو دوولسو تنو سره د کندهار د محبس يو مامور هم تښتېدلى، چې د ١٦ بنديانو د خوشې کېدو په لېست کې يې جعل کړى او د ١٢ نورو بنديانو د خوشې کېدو زمينه يې برابره کړې ده.

له بلې خوا يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وويل، چې ياد ١٢ تنه د زندان د لوجستيک مسوول ډګروال عبدالباقي په مرسته تښتېدلي دي.

ده زياته کړه، د يادو ١٢ تنه قوماندان چې دادمحمد نومېږي، له يو بل ملګري يې سره تر تښتېدو د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د کندهار عمومي زندان د ښار ختيځ لوري ته د سرپوزې په سيمه کې دى، چې شاوخوا دوه زره زندانيان په کې د جنايي جرمونو او ترهګريزو کړنو په تور ساتل کېږي.

وسله والو مخالفينو په تېر کې په وار وار پر دغه زندان ډله ييز بريدونه کړي او هر ځل يې سلګونه بنديان خوشې کړي دي.

له دغه زندان څخه د بنديانو د خوشې کېدو وروستۍ پېښه د زندان تر يوې کوټې پورې د يوه تونل غځول و، چې دوه کاله مخکې يې له لارې سلګونه بنديان وتښتېدل.

خو د دې وروستۍ پېښې په اړه لا تر اوسه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

 

Related Topics