کندهار (پژواک ١٥ کب ٩٢): د کندهار والي په خواله يا ټولنيزو رسنيو کې د جعلي اکاونټونو د مخنيوي غوښتنه کړې او ټينګار يې کړى چې له کاروونکو سره دې يې قانوني چلند وشي.
ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د کندهار ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې، چې په کې د ولايت مرستيال، د ولايتي شورا غړو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر، د امنيتي ارګانونو مسوولينو او د ايساف قوماندانانو ګډون درلود.
ويسا وويل، په ټولنيزو رسنيو (فېسبوک او ټوېټر) کې له جعلي اکاونټونو د خلکو، قومي مشرانو، قومونو، ټولنو او دولت سپکاوى کېږي، چې په دې وروستيو کې د ټاکنيزو سياليو له پيلېدو سره يې کچه لوړه شوې ده.
هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې دغه راز جعلي اکاونټ لرونکي چې په مستعار نومونو توهين او سپکاوى کوي، د قانون منګولو ته وسپاري او د هغوى د دغه کار مخه دې ونيسي.
نوموړي په مستعار نومونو سپکاوى او بې ځايه تخريب د ادارې پر وړاندې يوه جدي ستونزه ياده کړه.
د کندهار والي دغه خبره د دغه ولايت له خبريالانو سره هم په يوه خبري غونډه کې ياده کړه او له هغوى يې وغوښتل، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
هغه وويل: ((زه دا نه وايم چې تاسې د ادارو صفت وکړئ، تاسې د همدې سيمې اوسېدونکي ياست او هر څه په خپلو سترګو وينئ، هغه څه وواياست، چې حقيقت دي.))
د نوموړي په وينا، د تېر په پرتله په کندهار کې په هره برخه کې بدلونونه راغلي، خو بيا هم ستونزې شته، خو دا له اخلاقي پلوه ناسم کار دى، چې د جعلي اکاونټونو له لارې په فېسبوک، ټوېټر او نورو ويبپاڼو کې دې تخريب وشي او يا دې د چا سپکاوى وشي.
په کندهار کې يو شمېر ځوانان هم چې په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېسبوک پاڼه کې فعال دي، دغه کار ناسم ګڼي.
د کندهار ښار يوه اوسېدونکي عزت الله اميد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ په ټولنه کې له ډېرو مثبتو وسيلو ناسمه او منفي ګټه اخيستل کېږي.))
هغه زياته کړه: ((اوس خو چې د دوو ملګرو تر منځ لږ خپګان هم راشي، نو په يو بل پسې په فېسبوک کې د جعلي اکاونټونو له لارې تخريب کوي، د مشرانو، ګوندونو او قومونو سپکاوى خو بېخي عادي خبره ګرځېدلې ده.))
دى وايي، دغې چارې تر ډېره سليقوي بڼه خپله کړې، که يو څوک د چا خوښ نه وي نو د فېسبوک له لارې يې سپکاوى کوي، کنځلې ورته کوي او د هغه د شخصيت او حيثيت د ترور هڅه کوي.
ده وويل، دا سمه ده، چې خلک په مسايلو او نورو چارو کې د اصلاح په موخه د نيوکې او تنقيد حق لري، خو دا بايد د بيان د ازاۍ له اصولو سره سم په اخلاقي چوکاټ کې وي، داسې نه چې د يو چا د حيثيت د سپکاوي هڅه په کې وشي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى غلام سخي نوريوال هم وايي، چې په دې وروستيو کې په فېسبوک او نورو پاڼو کې په مستعارو نومونو د جعلي اکاونټونو کارول او له همدې لارې سپکاوى او تخريب کول ډېر شوي دي.
د ده په خبره، زموږ ټولنې ته د پرمختګ وسيلې راځي، خو د کارولو او ګټې اخيستلو اخلاق او فرهنګ يې نه پېژنو، ځکه يې نو د يو او بل په خلاف د يوې حربې په توګه کاروو.
هغه زياته کړه: ((دغه چاره زموږ د لوستو ځوانانو تر منځ د هغوى د ادراک، شعور او اخلاقياتو کچه ښيي چې په هره برخه کې سل او زر کمزورۍ لري.))
د يادونې ده، په هرات ولايت کې امنيتي ارګانونو دوه تنه په دې تور نيولي چې د جعلي اکاونټونو له لارې يې د ځينو کانديدانو د سپکاوي او توهين هڅه کړې وه.