Language

په مزارشريف کې د هويدا ويبپاڼې مسوول مدير ټپي شو

مزارشريف (پژواک ۲۰ کب ۹۲): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د “هويدا” په نوم د خپرېدونکې ويبپاڼې مسوول مدير د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ټپي شو.

د هويدا ويبپاڼې مسوول مدير مختار وفايي د کب په ۲۰مه يوې خبري ناستې وويل، چې بېګاه شپه ورباندې د ناپېژانده وسله والو له خوا پرې بريد شوى دى.

نوموړي، چې د تندي او پزه په برخو کې يې ټپونه له ورايه ښکارېدل، زياته کړه، بېګا ماښام ناوخته هغه مهال چې له پوهنتون څخه د خپل کور پر لور روان و، د مزارشريف ښار د دريمې حوزې اړوند سيمه کې د ناپېژانده وسله والو تر بريد لاندې راغی.

وفايي وويل: ((دوه کسان، چې پوزونه يې پېچلي وو، په تومانچو سمبال وو، ويې درولم، تر ګواښولو وروسته يې راباندې ډزې وکړې او ما شور جوړ کړ.))

نوموړي زياته کړه، چې له دې سره وسله وال وتښتېدل او دی بې هوښه شوى و.

د هغه په وينا، ورسته چې کله بېرته په هوښ راغى د دريمې حوزې پوليسو ته يې ځان ور ورساوو او هغوی روغتون ته بوت.

وفايي وويل، چې په دې وروستيو کې يې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو او ټاکنو د امنيت د خرابوالي په اړه څېړنيز راپورونه چمتو کول.

نوموړي زياته کړه، دی لا هم نه پوهېږي، چې بريد د چا له خوا پرې شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته د يادې پېښې له پخلي وروسته وويل، چې د پېښې په اړه يې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، دوی پوهېږي، چې خبريالان هم د امنيتي ارګانونو په څېر زيات دښمنان لري او دوی هڅه کوي، چې د بيان د ازادۍ د ساتنې لپاره د خبريالانو لاسنيوی وکړي.

په مزار کې د نی دفتر مسوول نوراغا شريفي پژواک ته وويل، چې که څه هم په تېرو دوولس کلونو کې د بيان د ازادۍ په برخه کې خورا پرمختګونه شوي؛ خو لا هم د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، چې دولت لا هم د خبريالانو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلی دی.

Related Topics