Language

ويسا: د پروژو لاس پر لاس کېدو فساد ته لاره هواره کړې ده

کندهار ( پژواک ٢١ کب ٩٢): د کندهار والي په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د څار ادارې له مشر سره په ليدنه کې وويل، چې د مرستندويه ادارو له خوا د پروژو لاس پر لاس کېدو  فساد ته لاره هواره کړې ده.

په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د څار ادارې (سيګار) له مسوول جان ايف سوپکا د يوه پلاوي په ملتيا کندهار ته ولايت ته سفر وکړ او هلته  يې د کندهار له والي سره وليدل.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په پيل کې راغلي پلاوي ته د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د افغان ځواکونو د پر له پسې عملياتو په پايله کې د تېر په پرتله د کندهار ښار او ولسواليو امنيت ښه شوى دى.

هغه په کندهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د فوډ زون د پروګرام د پلي کېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، دغه پروګرام له مرکز څخه اداره کېږي، خو دا چې په دغه ولايت کې يې چارې پر وخت نه دي پيل شوې، نو ځکه يې پر وړاندې يو شمېر ستونزې شته.

فوډ زون پروګرام د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت په دوو کلونو کې د نشه يي توکو د کرکيلې پر ضد پلى کېږي، چې په دې وروستيو کې يې  عملي چارې پيل شوې دي.

والي د اوږدمهالو پروژو پر پلي کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې لنډ مهالې پروژې د خلکو هيڅ درد نه شي دوا کولاى.

هغه دغه راز يادونه وکړه، چې امريکا په تېر کې د کندهار هوايي ډګر او دهلې بند په څېر پروژې تمويلولې، خو اوس يې پاملرنه کمه شوې ده.

د دې تر څنګ نوموړي د پروژو په ورکړه کې هم له ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې مرستندويه ادارې ګڼ شمېر پروژې پر دويم لاس قرارداديانو ته ورکوي، چې هم په کې فساد ته لاره هوارېږي او هم يې کيفيت او څرنګوالي ته زيان رسېږي.

په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د څار ادارې مسوول جان ايف سوپکا والي ته ډاډ ورکړ، چې په خپلو مرستو کې به شفافيت او روڼوالي ته پاملرنه کوي.

هغه په کندهار کې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو خوښي وښودله او ويې ويل، چې د ولايتي ادارې ستونزې به له مرکزي ادارې سره شريکوي او د حل په موخه به يې لازم اقدامات کوي.

Related Topics