کابل (پژواک، ۶ ثور ۱۴۰۵): هندي رسنیو راپور ورکړی چې ډهلي کې د اندرا ګاندي په نړیوال هوايي ډګر کې د سویس هوايي شرکت د یوې الوتکې د بېړنۍ تخلیې پر مهال شپږ مسافر ټپیان شوي دي.
د «اکونومیک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا الوتکه له ډهلي څخه د سویس زوریخ ښار ته روانه وه، خو نن سهار د الوتنې د پیل پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه او الوتنه لغوه شوه.
په راپور کې ویل شوي چې د الوتکې یو انجن د پورته کېدو لپاره د حرکت پر مهال خراب شو او اور یې واخیست او له دې وروسته د الوتکې عملې پرېکړه وکړه چې الوتکه ودروي او د مسافرو بېړنۍ تخلیه د هوايي ډګر پر رنوې پیل کړي.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې شپږ مسافر د تخلیې پر مهال ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکو ویلي چې د دې پېښې د کره لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.