ترينکوټ، ښرنه (پژواک،د وري لومړۍ نېټه ٩٣) : په اروزګان او پکتيا ولايتونو کې د نښتو پر مهال څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د اروزګان چارواکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دهراوود ولسوالۍ کې پر دوو پوستو بريدونه کړي وو او نښتې ترسهاره پورې دوام درلود.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
دى وايي، چې په نښته کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې نښته کې پنځه پوليس وژل شوي او دهغوى وسلې هم دوى له ځانه سره وړې دي.
ديوه بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او يو يې ژوندى نيول شوى دى.
د هغه په وينا، له وسله والو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
دى وايي ، چې په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو طالب وياند بيا د يو شمېر پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې او يواځې ديوه طالب وژل يې هم تاييد کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن