Language

چارواکي: پاکستان پر خپله ژمنه ونه درېد

کندهار (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د کندهار چارواکي وايي چې پاکستان پر خپلې هغې ژمنې وفا ونه کړه، چې د ټاکنو پر مهال به د افغانستان په امنيت کې مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، چې په افغانستان کې به د ټاکنو پر مهال سرحدونه کلک ساتي او له افغانستان سره به د ټاکنو په امنيت کې مرسته کوي.

خو د کندهار چارواکي وايي، چې نن ټوله ورځ د ډيورنډ له پورې غاړې د کندهار پر سرحدي ولسواليو بريدونه تر ماښامه پورې روان وو.

د کندهار والي توريالي ويسا د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کې د امنيه قوماندان او ملي اردو قوماندان په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې نن ټوله ورځ د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې پر امنيتي پوستو بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې سرحدي پوليسو په پوره مېړانه له هېواد څخه دفاع کړې ده.

د والي په وينا، د مقاومت په پايله کې يې د دښمن شپږ کسان وژل شوي ، يو تن يې اسير کړى او يو بل يې ټپي کړى، چې د دې تر څنګ يې په ځينو نورو ولسواليو کې هم ماينونه کشف او ځينو نورو بيا انفجار کړى دى.

ويسا وويل، کله چې يې خپله رايه کاروله، د ارغنداب ولسوالۍ د يوه انتخاباتي مرکز له ناظرينو سره د خبرو پر مهال هغوى د انتخاباتو له روڼوالي او تنظيم څخه پوره رضايت څرګند کړ.

د کندهار والي زياته کړه،  چې د کندهار په ټولو انتخاباتي مرکزونو کې د کانديدانو ناظرين موجود وو، هغوى دا پروسه په کامله توګه وڅارله.

د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وويل، تر انتخاباتو مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړى و، چې په دې پروسه کې به د افغان حکومت مرسته کوي، خو نن وليدل شول چې د ډيورنډ له پورې غاړې د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کېدل.

هغه زياته کړه، نن ټوله ورځ د ډيورڼد له پورې غاړې دښمن هڅه کوله چې د انتخاباتو پروسه له خنډ سره مخ کړي، خو دوى يې مخنيوى کړى دى.

Related Topics