<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا (یکشنبه، د وري ۳۰مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، کندوز او بدخشان ولایتونو کې باران وشي.</p>
<p style="text-align: justify;">د هواپېژندنې ریاست د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ میلیمترو اټکل کړې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">یاد ریاست همدارنګه په مرکزي او سوېلختیځو ولایتونو کې په ساعت کې د ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره په ساعت چټکتیا د بادونو لګېدو احتمال هم ښودلی دی.</p>