کلات-درېيم تعقيب(پژواک،١٩ورى٩٣): چارواکي وايي، چې د زابل د ترافيکې پېښې د ټپيانو له ډلې ٧تنو يې د سخت ټپونو له امله ساه ورکړه.
ددغه ولايت د شهرصفا ولسوال عبدالخالق د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياده ترافيکي پېښه کې د مړو شوو کسانو شمېر ١٦ تنو ته لوړ شو او ټپيان ٢٨ تنه دي.
دا پېښه نن ١٠ بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره د شهر صفا ولسوالۍ د فولادي په سيمه کې د کاسټر او ٣٠٣ موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوه.
تر دې مخکې د زابل د شهر صفا امنيه قوماندان سردار محمد هوتک ، په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر ٩ تنه او د ټپيانو ٤٥ تنه ښودلى و، خو د ولسوال عبدالخالق په وينا، ٧ تنو ټپيانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د کندهار د ولايتي روغتون چارواکي وايي، چې د يادې پېښې ټپيان د کندهار روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.
ويل کېږي ، ددغې پېښې کابو ټول قربانيان د کندهار ولايت اوسېدونکي دي ، چې ياد ولايت ته پرلاره وو.
د زابل مرستيال والي محمدجان رسول يار ويلي ، چې د پېښې په قربانيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، خو تراوسه يې دقيق شمېر نه دى معلوم.
د دغه تکر اصلي لامل نه دى روښانه ، خو د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ چارواکو ويلي، چې د پېښې ځاى ته يې د څېړنو لپاره پلاوى استولى، څو د پېښې څرنګوالى معلوم کړي.
د کندهار -کابل پر لويه لار ډېر کله ترافيکې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي او داسې ښکاري، چې په ټوله کې دغه ټکرونه ديوه مشخص خصوصي ترانسپورټي شرکت موټر کوي.