Language

د ملي پيوستون تښتول شوي دوه کارکوونکي هم وژل شوي

کندهار (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): وسله والو مخالفينو د کندهار ولايت په تخته پُل ولسوالۍ د ملي پيوستون دوه کارکوونکي تر تښتولو وروسته وژلي دي.

پېښه د يادې ولسوالۍ په عليزو کلي کې شوې ده.

د تخته پُل ولسوال محمود اڅکزي د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو پنځه ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ له عليزو کلي د ملي پيوستون ٥ کارکوونکي، چې د استنادي دېوال په جوړولو بوخت وو، وتښتول.

هغه زياته کړه، د يادو تښتول شوو کسانو له ډلې يې دوه تنه، چې يو معمار (بنا) او بل عام کارګر دى، وژلي دي.

دى وايي، پاتې درى تنه نور د سيمې د اوسېدونکو او قومي مشرانو په مرسته د وسله والو له بند راخوشي شوي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر هم وايي، چې د تښتول شوو له ډلې ٤  تنه د وردګو ولايت او يو د سيمې ځايي اوسېدونکى و.

سرچينه وايي، تښتول شوي ټول بې وزله خلک دي او د ملي پيوستون له پروګرام سره يې مزدوري کوله چې تر برمته کېدو وروسته وسله والو طالبانو دوه په ډېرې بې رحمۍ وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ميانشين ولسوالۍ په تناوچي سيمه کې هم درې اونۍ مخکې د ملي پيوستون ٥ کارکوونکي برمته شول، چې دوه يې مخکې تښتېدلي وو او پاتې ٣ تنه نور تېر مازديګر راخوشي شول.

د ميانشين ولسوال روزي خان پژواک اژانس ته وويل، چې تښتول شوي کسان په سيمه کې د استنادي دېوال پر جوړولو بوخت وو، چې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.

دى وايي، دوه تنه څو ورځې مخکې په خپله تښتېدلي وو، خو پاتې درې نور د سيمې د اوسېدونکو په وساطت د طالبانو له بنده را خوشي شول.

د هوا له ګرمېدو سره يو ځل بيا په کندهار کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ په هلمند ولايت کې د يوه ساختماني شرکت څلور کارکوونکي له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

Related Topics