کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا له لوري د ژمنو د نقض له امله هرمز تنګی یو ځل بیا تړل شوی او دغه ستراتیژیکه لار د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سخت کنټرول لاندې راغلې ده.
تسنیم خبري اژانس د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د ویاند له قوله ویلي چې ایران د پخوانیو هوکړو او د خبرو اترو په جریان کې د ښه نیت له مخې د هرمز تنګې له لارې د محدود شمېر تېلو وړونکو او تجارتي بېړیو د تګ راتګ اجازه په مدیریت شوي ډول ورکړې وه.
خو د نوموړي په خبره، «امریکایان د ژمنو د پرلهپسې ماتولو له امله» خپلو غیرقانوني اقداماتو او په اصطلاح محاصرې ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړې چې په پایله کې د هرمز تنګې وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او دغه ستراتیژیکه لار یو ځل بیا د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سختې څارنې او مدیریت لاندې راغلې ده.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، تر هغه وخته چې امریکا د ایران له مبدأ او مقصده د بېړیو د بشپړ ازاد تګ راتګ اجازه ورنه کړي، هرمز تنګی به تر سخت کنټرول لاندې پاتې وي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې د لبنان له اوربند وروسته دغه تنګی د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی دی.