تالقان (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د تخار زلزله ځپلې کورنۍ وايي، چې لومړنيو توکو ته د نه لاسرسي تر څنګ يې ډېر ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.
سلګونه دغه کورنۍ کابو تېره اونۍ په رستاق ولسوالۍ کې د سختې زلزلې او ځمکې خوښيېدنې له امله دشت کلا ولسوالۍ ته کډه شوې او اوس دلته په خېمو کې اوسېږي.
د دغه نوي جوړ شوي پنډغالي يوه اوسېدونکي امام الدين پژواک ته وويل، ټولې بې ځايه شوې کورنۍ د ورځې د تودوخې او د شپې له خوا د نمجنې هوا له امله ځورېږي.
هغه، چې څلور ماشومان لري وايي، درى يې ناروغان شوي، له ټوخي، سرخوږي، سينه بغل او له والګي څخه ځورېږي.
دى زياتوي: ((د دغه کمپ ټول ماشومان ناروغان شوي، ځمکه نم لري، په خټو مو خېمې درولې شپې هوا سړه شي او د ورځې ډېره ګرمه شي، موږ ته هم زيان رسوي.))
د کمپ يوه اوسېدونکئ المنسا، چې د پنځو ماشومانو مور ده پژواک ته وويل، د ورځ په تېرېدو او د هواپه تودېدو لاپسې اندېښنمنه کېږي.
المنسا وايي، که څه هم دولت او مرستندويې ټولنې ورسره ډېرې مرستې کړې خو ماشومان يې له ورپېښو ناروغيو زورېږي.
نوموړې وايي: ((ماشومان مې ناروغان پراته دي، ځمکه خټه ده، نم لري، شپه سړه وي او ورځ ګرمه، ستونزې مو د ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي، دولت مو بايد غم وخوري.))
هغې زياته کړه، چې د دولت لمنه پراخه ده، په زرګونو جريبه ځمکې لري، بايد سرپنا ورته برابر کړي.
په ورته مهال د تخار د عامې روغتيا مرستيال رييس محمد حسن بسيج پژواک ته وويل، د دغو بې ځايه شوو کورنيو لپاره يې پرون يو کوچنى روغتيايي مرکز جوړ کړ.
د بسيج په وينا: ((پرون مو د ٢٠ ماشومانو او ١٠ تنه ښځينه ناروغانو درمنله وکړه، رښتيا هم دغه سيمه نم لري او ممکن په دې سيمه کې ډېر وخت اوسېدل ماشومان په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي.))
په همدې مهال بيا د تخار د پېښو پر وړاندې د مبارزې سيمه ييزه ادارې چارواکي وايي په سريغ سيمه کې، ددغه کمپ کډوالو ته يې هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي.
د دې ادارې مشر عبدالرزاق زنده پژواک ته وويل، شوې مرستې د دوى د ۵ مياشتو لپاره بسنه کولاى شي.
زنده وايي، مخکې تردې هره ورځ به له دشتي کلا ولسوالۍ څخه د کډوالو دغه پنډغالي ته يوه ګرځنده روغتيايي ډله راتله او دوى ته به يې په وړيا توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې کول؛ خو پرون د (Caf) موسسې له لوري يو دايمي روغتيايي مرکز ورته جوړ شو، چې ښځينه او نارينه برخې لري او هر ډول اړين دارو درمل په کې شته دي.
هغه وايي، دولت دوى د سرپنا د پيدا کولو په فکر کې دي، چې مناسبه سيمه ورته پيدا کړي او په دوي يې و وېشي.
ده زياته کړه: ((د پنج شنبې په ورځ د والي صيب په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شو، دغه کمېسيون به په دشت کلا ولسوالۍ کې يو مناسب ځاي ولټوي څو خلکو ته په ځمکې ورکړو. د خداي په فضل دغه کمېسيون د دشت کلا ښار په نوباد سيمه کې يوه سيمه تثبيت کړه، چې ۵۰ جريبه ځمکه ده، موږ دغه سيمه ارزوو، چې د چا ملکيت نه وي، که موږ ډاډمن شو دغه کمپ هلته لېږدوو.))
د دشت کلا په سريغ سيمه کې دغه پنډغالى وروسته له هغه جوړ شو، چې د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيراب د کلي څه باندې سل کورونه د سختې زلزلې له امله زيانمن شول.
چارواکي وايي، اوس مهال د ياد کلي ۱۱۸ کورنۍ په دغه پنغالي کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.