تالقان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د تخار په مرکز تالقانو کې انټرنېت کارونې له کتاب لوستنې او نورې مطالعې سره د خلکو مينه کمه کړې او د تېر په پرتله يې د کتاب پلورنځيو بازار هم سوړ کړى دى.
تر څلورو پنځو کلونو مخکې په ياد ښار کې د کتابونو پلورنې بازر ګرم و، د هرې غرفې مخې ته به د کتابونو ترڅنګ مجلې، ورځپاڼې او اونيزې هم اېښودل شوې وې خو اوس د دغو ورځپاڼو او مجلو يوه ګڼه هم نه تر سترګو کېږي او د کتاب د خرڅلاو بازار سوړ دى.
کتاب پلورونکي وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو په دغه ولايت کې د کتاب د خرڅلاو بازار سړېږي او له کتاب اخيستو سره د خلکو مينه کمېږي.
د تالقانو يوه کتاب پلورونکي ثناءالله کريمي چې په خبره يې لس کاله کېږي کتابونه پلوري، هر سهار دوکان پرانيزي، د دوکان مخې ته اېښى تخت پر کتابونو ښکلي کوي، چې د مشتريانو پام ور واړوي خو نوموړى وايي چې له دې سره سره بيا هم د تېرو کلونو په پرتله د کتاب بازار ډېر سوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، له هغه وخته چې په تالقانو کې انټرنېټ کلبونه جوړ شوي او د انټرنېټ کارول عام شوي، څوک کتاب نه اخلي.
دى زياتوي: ((د مطالعې لپاره څوک کتاب نه اخلي؛ ځکه چې خلکو انټرنېټ ته مخه کړې، له کتاب لوستنې سره د خلکو مينه کمه شوې. محصلين چې سيمينارونه جوړوي راځي يو څه کتابونه اخلي، هغه هم ځانګړي کتابونه چې په مضمون پورې يې اړه ولري.))
خو د کتاب پلورونکو تر څنګ ځيني داسې کتاب اخيستونکي هم شته چې وايي کتاب پلورونکي يې هټيو ته د خوښې او اړتيا وړ کتابونه نه راوړي دي.
خيال محمد د تالقانو ښار په کتاب پلورنځيو کې د خوښې وړ کتاب پسې ګرځي.
هغه چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لومړي کال محصل دى وايي، چې د اړتيا وړ کتابونه نه شي پيدا کولى.
خيال محمد له يوه کتاب پلورنځي سره د يوه کتاب په بيه نه سلا کېږي، د کتاب د بيې د لوړوالي له کبله هوډ کوي، چې کوم کتابتون ته ولاړ شي.
دى وايي: ((کتاب ګران و، د افغانستان چاپ کتاب په درى سوه، د ايران هغه په ۸ سوه او ۴۰ افغانۍ. زه دلته مسافر يم او محصل هم يم، کتاب پسې راځم، که وس مې وشو اخلم يې، که مې وس ونه شو، نو کتاب يې خپل دى.))
په تخار کې له تېرو دوو دريو کلونو راهيسې ډېرو خلکو انټرنېټ ته مخه کړې ده.
په لرې پرتو سيمو کې هم زيات شمېر تحصيل کړي ځوانان، يا په کمپيوټر او يا هم په موبايل کې له انټرنېت څخه ګټه پورته کوي.
د تالقانو ښار چوک ته څېرمه په يوه ګڼه ګوڼه سيمه، په يوه زېر زمينۍ کې انټرنيټ خونه ده، دغه نېټ خونه له انټر نېټ سره وصل ۱۲ کمپيوټرونه لري.
دغه انټرنېټ کلپ ټول مصروف دى، ډېرى ځوانان او محصلين د کمپيوټرونو تر شا ناست دي، مشر ته د مضمون د پيدا کولو فرمايش ورکوي.
د تخار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د دويم کال محصل سيد فريد هاشمي دغه نېټ خونې ته راغلى چې د سيمينار مضمون لپاره مواد پيدا کړي.
هغه وايي، سره له دې چې اقتصادي حالت يې دومره ښه نه دى، خو بيا يې هم تېر کال ډېرې پيسې د کتابونو په اخيستلو ولګولې. په وينا يې چې اوس اړ نه دي چې کتابونه واخلي، انټرنېټ خونې ته راځي، په ۵۰ افغانۍ ځان ته د مضون اړوند مواد ترې اخلي.
دى وايي: ((استاد د سيمينار موضوع راکړې، انټرنېټ خونې ته راغلى يم چې مواد ترلاسه کړم. تخار کې داسې کتابتون نه شته چې محصل ورشي او په کې د خوښې وړ کتاب پيدا کړي، بازار کې کتاب پيدا کېږي، خو د محصل وس ورته نه رسېږي، يو کتاب په زر افغانۍ واخلي او بيا يې کور کې کېږدي.))
هاشمي وايي، ورو ورو کتاب خپل اهميت له لاسه ورکوي؛ ځکه انټرنېټ د هر چا لپاره هر څه لري او که څوک انټرنېت ته لاسرسى لري او ښه ګټه ترې اخلي، د لوړو زده کړو په کچه ورته ګټه رسوي.
د سيد فريد هاشمې تر څنګ کمپيوټر ته ناست يو بل چې محمد امين نومېده وايي، د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ شوى او په دې اند دى، چې تر ډېره د انټرنېټ سرچينې باوري نه دي.
هغه وايي، د دې ترڅنګ که محصل د انټرنېټ له موادو ګټه پورته کوي، کتابونه هم بايد له ياده ونه غورځوي.
هغه وايي: ((زما په اند انټرنېټ تر کتاب د اعتبار وړ نه دى، ځکه د ډېرو انټرنېټي معلوماتو سرچينې باوري نه دي.))
د محمدساير په نوم د دغه انټرنېټ خونې مشر وايي، چې هره ورځ د انټرنېټ کارولو لپاره دغلته ۲ سوه کسان راځي.
د ياسر په وينا، ټولو کتابونو او يا انټرنېټي سايټونو ته ښه يا بد نه شو ويلاى، ځکه د هغه په وينا که څوک په انټرنېټ کې موادو پسې ګرځي، بايد سرچينو ته يې ښه ځېر شي.
د ده په وينا: ((نن ورځ انټرنېټ نړۍ، د انټرنېټي سايټونو مسوولين او د انټرنېټ نړۍ مخکښان دي، هڅه کوي چې خپلو مخاطبانو ته تازه، بې پرې او ښه معلومات ورکړي.))
انټرنېټ، چې د ډېرو به باور نړۍ يې په ((نړيوال کلي)) بدله کړې، د افغانستان د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال د هېواد کابو يو ميليون وګړي انټرنېټ کاروي، چې په دې شمېره کې ورځ تر بلې ډېروالى راځي.
که د انټرنېټ په عامېدو سره، په تخار کې د کتابونو بازار سوړ شوى، خو پوهان وايي، چې د ټکنالوجۍ پرمختګ د کلتوري بدلون لامل ګرځي او کتاب د علمي پانګې په توګه، هېڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.
د يادونې ده ، چې نن د کتاب نړيواله ورځ ده .