تالقان(پژواک،٨غويى٩٣): د تخار ولايت د مدني ټولنې يو شمېر فعالينو او خبريالانو د تالقانو ښار د پاکولو کمپاين پيل کړ.
په دغه کمپاين کې د دولتي ادارو ځينو رييسانو، د پوهنتون استادانو، هټيوالو او د تالقانو ښار په سلګونو اوسېدونکو ګډون کړى وو.
په تالقانو کې يو سيمه ييز خبريال عرفان بزګر پژواک خبري اژانس ته وويل، ددغه مدني خوځښت موخه نورو ته د چاپيريال پاک ساتلو پيغام رسول دي.
هغه وويل: ((د تخار خبريالان، د مدني ټولنې غړي، رييسان او دتالقانو اوسېدونکي د يوه مدني خوځښت په ترڅ کې د ښار په پاکولو پيل وکړ. موخه يې داوه چې «زموږ ښار، زموږ کور» شعار ته عملي بڼه ورکړي او خلکو ته د چاپيريال پاک ساتلو پيغام ورسوي.))
د تخار پوهنتون استاد عبدالحي ظفري، چې په مدني خوځښت کې يې ګډون کړى وايي، په ښار کې د چټليو او ډېرانونو د ډېرېدو په برخه کې هم خلک او هم د ښاروالۍ کارکونکي ګرم دي.
هغه له نورو ښاريانو غواړي، څنګه چې خپل کورونه پاک ساتي، همدارنګه د کوڅې، ښار او چاپيريال پاک ساتلو ته دې هم پام وکړي.
ددغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس عاقبت الله اديبيار پژواک ته وويل،د تالقانو د يوه اوسېدونکي په توګه په دې رضاکارانه حشر کې ونډه اخلي او هيله من دى ، چې په راتلونکو خوځښتونو کې د خلکو ونډه په کې زياته وي.
هغه وايي، که خلک د خپلو کوڅو په پاکولو کې يو وار ونډه واخلي او کوڅه يې ښکلې شي، نور د ښاروالۍ په تمه نه کېني، خپل لاسونه سره بډ وهي او خپله سيمه پاکوي.
پر همدې مهال د تالقانو د ښاروالۍ ادارې وياند شفيق الله نسيمي پژواک وايي، د دغه خوځښت هرکلي کوي، دا کار نورو ښاريانو ته هم ښه پيغام رسوي، چې خپله سيمه پاکه وساتي.
نوموړى وايي ، چې ښاريان پر ښاروالۍ نيوکه کوي ، خو ورسره مرسته نه کوي.
دى وايي: ((دغه ګام د ښار پاک او ستره والي لپاره ښه او صادقانه ګام وو او دا د هغو کسانو لپاره ، چې غواړي ښار يې پاک وي ښه پيغام لري.))
په تخار کې د مدني ټولنې او خبريالانو له لوري د ښار د پاکولو لپاره دغه خوځښت په داسې مهال کې پيلېږي، چې په دې وروستيو کې په تالقانو ښار کې ډېرانونه ډېر شوي دي.