لښکرګاه (پژواک۱۰ غويى ۹۳): د هلمند د مرکزي زندان لپاره د حرفوي زده کړو لپاره جوړه شوې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د کورنيو چارو وزارت د زندانونو عمومي رياست امنيتي مرستيال پاسوال محمدعارف په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، ياده ودانۍ ۱۷ خونې لري، چې بنديانو ته به په کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي او د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته به مسلکي کسان جوړېږي.
هغه وويل، چې دغه ودانۍ د وزارت په ځانګړې پاملرنه او د هلمند د ولايتي ادارې په غوښتنه په دريو بلاکونو کې د انګليستان هېواد له خوا د تېرو دوو کلونو په موده کې د ۲۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د ده په وينا، چې په دې ودانۍ کې اوسمهال د جامو ګنډلو، ګلدوزۍ، كمپيوټر، سواد زده كړو، خطاطۍ، ديني علومو، نجارۍ، تخنيكي او نورو برخو كې د زده كړو امكانات برابره شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوى وويل، د هلمند مرکزي زندان چارې اوس نږدې ټولې معياري شوې او هر ډول حقوقي او بشري اسانتياوې بنديانو ته په پام کې نيول شوې دي.
د ياد زندان عمومي مدير سمونوال اول ګل ساپي وويل، چې په دې ودانۍ كې د ۸۵۰ بنديانو لپاره د بېلابېلوحرفوي زده كړوامكانات برابر شوي دي.
هغه وايي، چې مخکې هم زندانيانو په يادو برخو كې زده كړې كولې خو ستونزه يې د ځاى نه شتون و.
په دغه زندان کې اوس مهال ۱۳۶۰ کسان د بند شپې ورځې تېروي، چې ۱۸ تنه په کې ښځينه او ۱۸ ماشومان هم شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP