ښرنه ( پژواک ١٢ غويى ٩٢): د پکتیکا ولایت چارواکي وایې، چې ددې ولایت په وازېخواه ولسوالۍ کې څلورماین خښوونکي دخپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د دې ولایت ویاند مخلص افغان پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې تېره شپه ناوخته څلورو وسله والو غوښتل د وازېخوا ولسوالۍ د محمدخان او شموخیلو کلیو ترمنځ ماین ځای پرځای کړي، خو خپل ماين يې پرې وچاودېد او څلور واړه ووژل شول.
د والي ویاند وایې، د وژل شویو وسله والو یو موټرسایکل او يو آر پي جي راکټ د دولتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.
د پکتیکا د ولایتي شورا غړي او د یادې سیمې اوسېدونکي عبدالغني پکتین وايي چې یادو وسله والو غوښتل د خلکو د تګ راتګ پر لویه لاره ماین خښ کړي.
وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن