ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعادت: سبا د مرکزي زون اړوند ټاکنيز شکايتونه څېړو

سعادت: سبا د مرکزي زون اړوند ټاکنيز شکايتونه څېړو

کابل (پژواک، ١٣غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون چارواکي وايي، سر له سبا به د يوې اونۍ لپاره د ټاکنو په تړاو ور رسېدلي شکايتونه په علني ډول څېړي او په اړه يې فيصله صادروي.

ددې کميسيون مشر عبدالستار سعادت وايي چې ددوى څېړنې به د روانې جمعې تر ورځې (١٩غويى) پشبړې شي.

سعادت د شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون شکايتونو ته د رسيدنې په موخه افغانستان د زونونو په کچه پر خپلو کمشنرانو وېشلى چې سر له سبا يې څېړنې پيلېږي او د هر زون شکايتونو ته د يوې ورځې په اوږدو کې څېړنه کېږي.

نوموړى زياتوي چې شکايتونه يې هم په درېيو برخو وېشلي دي، چې هر يوه ته به په خپل وار رسېدنه وکړي.

سعادت زياته کړه: “يو هغه موارد چې شکايت موږ ته رارسېدلى او شواهد او مدارک يې ځان سره راوړي، دويمه هغه برخه ده چې موږ ته شکايت جدي رسېدلى هلته صندوق ډک شوى يا بل مشکل وو يا تقلب شوى موږ خپله بررسي کړې ده او زموږ خپل کار دى او درېيمه برخه د ولايتي کميسيونونو پر فيصلو باندې استيناف غوښتنه ده.”

دده د معلوماتو له مخې سبا د مرکزي زون شکايتونه څېړل کېږي، چې نهه ولايتونه پکې شامل دي.

سعادت وويل چې د شکايتونو کميسيون په علني غونډو کې د ټولو کانديدانو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او له هغوى غوښتل شوي چې د خپلو شکايتونو په اړه اسناد او شواهد له ځانه سره راوړي.

ده زياته کړه: “د نهو ولايتونو اسناد سبا څېړل کېږي، شکايتونه يې چې څه دي، خلکو ته ښودل کېږي، مسوول کمشنر ددې لپاره ګزارش وړاندې کوي، ټول مراکز اعلانوي، د شکايتونو ډول معلوموي، وروسته، کانديدانو ته فرصت ورکول کېږي، کوم اسناد چې دوى لري مطبوعاتو ته ښودل کېږي او د هغه په رڼا کې بيا دوى ته فرصت ورکول کېږي چې دفاع وکړي.”

سعادت وویل، د شکايتونو څېړنه علني ده، خو د قانون د حکم له مخې دا کمیسیون نشي کولى د مطبوعاتو پروړاندې خپله فيصله صادره کړي.

ده وويل چې د شکايتونو په تړاو کېدونکې پرېکړې يواځې د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره شريکېږي.

 د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون مشر وويل، د شکايتونو تر څېړلو وروسته د کانديدانو لخوا د استيناف غوښتنو ته رسېدنه کېږي، چې د ولايتي دفترونو پرېکړو يې قناعت نه دى حاصل کړى.

سعادت وويل: “يوه ورځ موږ د لومړنيو پايلو په اړه خبرې لرو، يعنې د جمعې ورځې غونډه مو د لومړنيو پايلو په اړه ده، موږ دا اسناد لېږلي د انتخاباتو کميسيون ته لېږلي، کله چې هغوى ځواب راولېږه، موږ يې په اړه اجراآت کوو. زموږ شپږ ورځې زموږ پرلپسې غونډې دي. تر غونډو وروسته بيا کميسيون کېني فيصله کوي او بيا فيصله ]د ټاکنو خپلواک[کميسيون ته لېږو، فکر کوم د ثور تر يويشتمې يې لېږلى شو، نهايت تر ٢٢مې.”

د ټاکيزو شکايتونو کميسيون د چارواکو په وينا، د استيناف غوښتنې په ګډون ټول ټال تر ٥٠٠ ډېر شکايتونه پاتې دي چې ددې اونۍ په ترڅ کې څېړل کېږي.

 

د ټاکنو د زماني جدول له مخې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون بايد روانې مياشتې تر ١٨ مې شکايتونه څېړلي او وروستۍ پايلې يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون په واک کې ورکړې واى، خو د سعادت د معلوماتو له مخې دا چاره د درېيو ورځو لپاره ځنډېږي.

د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې د روانې غويي مياشتې په ٢٤ مه د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا اعلانېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ هم علني غونډه وکړه چې په ترڅ کې يې د ٥٢٥ محلونو رايې چې شاوخوا ٢٣٤ زره رايې کېدې، باطلې اعلان کړې.

سعادت وايي چې چې دا رايې په لومړنيو پايلو کې چې روانې غويي مياشتې په ٦ مه اعلان شوې، شاملې نه وې.

پر دې سربېره د ټاکنو خپلواک کميسيون د ٤٤٤ نورو محلونو رايې هم له دې امله چې د هغوى په وينا جدي ستونزې يې درلودې په لومړنيو پايلو کې نه وې شاملې کړې.

هغوى ويلي وو چې ددې محلونو پايلې به د دوو ورځو په ترڅ کې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته واستوي، خو سعادت وايي چې د يوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم ددې رايو پايلې دوى ته نه دي استول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور د تېرې پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې دوى د دې محلونو د رايو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او راپورې يې د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون سره شريک کړى دى.

هڅه مو وکړه چې نن هم په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کميسيون نظر واخلو، خو چا ځواب رانکړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.