Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک: د دويم پړاو ټاکنو د روڼتيا لپاره دې هڅې وشي

خلک: د دويم پړاو ټاکنو د روڼتيا لپاره دې هڅې وشي

author avatar
15 May 2014 - 16:17
خلک: د دويم پړاو ټاکنو د روڼتيا لپاره دې هڅې وشي
author avatar
15 May 2014 - 16:17

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د هېواد د مرکز او ځينو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي د ټاکنو د پايلو په اړه بېلابېل نظرونه لري او غوښتنه کوي چې د دويم پړاو رڼو ټاکنو لپاره بايد اړينې هڅې وشي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې او د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې نن غرمه مهال اعلان شوې، چې له مخې يې له اتو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٥ سلنه او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ٣١،٦ سلنه رايو پر ترلاسه کولو سره تر نورو کانديدانو ډېرې رايې ترلاسه کړې دي.

خو له دې امله چې يو کانديد هم ٥٠ سلنه جمع يوه رايه نه ده ترلاسه کړې، ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او ټاکل شوې چې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.

په يادو ټاکنو کې د پراخو درغليو راپورونه ورکړل شوي وو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نن خبريالانو ته وويل، چې ٧٠١٨٨٤٩ تنو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه، خو د ټاکنيزو کمېسيونونو تر څېړنو وروسته ٦٦٠٤٥٤٦ رايې سيستم ته شاملې شوې او له مخې يې د کانديدانو د رايو سلنه ټاکل شوې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي، چې د ټاکنو پايلې مني ، خو ډاکټر عبدالله تر اوسه  ( له غرمې وروسته نږدې څلورو بجو)  په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى.

د يادو پايلو په اړه خلک بېلابېل نظرونه لري:

کابل

د کابل ښار اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله شهلا ميهن دوست وايي، چې د وري د ١٦مې ټاکنې که څه هم چې ستونزې يې لرلې، خو خلکو په پراخه کچه په کې ونډه واخيسته او ډېر به ښه و چې د هېواد امنيتي او اقتصادي حالت ته په پام ټاکنې دويم پړاو ته نه واى تللې.

هغې هيله څرګنده کړه چې د دويم پړاو ټاکنې پرته له درغليو ترسره شي او اړوند ارګانونه په تېره بيا ټاکنيز کمېسيونونه ډېر خپلو مسووليتونو ته پام وکړي.

دغه راز د کابل ښار بل اوسېدونکى محمداحسان فياض وايي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې پراخې درغلۍ ښيي چې ټاکنيز کمېسيونونه په خپل دندو کې بريالي نه وو.

ده له دوو مخکښو کانديدانو (عبدالله عبدالله او اشرف غني) غوښتنه وکړه چې په دويم پړاو ټاکنو کې د درغليو هڅه ونه کړي او پرېږدي چې د هېواد راتلونکى ولسمشر د خلکو د پاکو رايو پر بنسټ وټاکل شي.

بلخ

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکي محمدرفيق بهشتي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هيله کوي، چې د ټاکنو د وروستيو پايلو په اعلان کې به دواړو کمېسيونونو د خلکو د رايو درناوی کړی وي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو دي؛ خو په هغه حالت کې چې تر پايه پورې به دغه پروسه د خلکو د رايو پر بنسټ پر مخ ولاړه شي.

د هغه په وينا، په عامو خلکو کې د مثبت بدلون څرکونه ليدل شوي او د ټاکنو کمېسيونونه بايد د خلکو دغه باور لا پسې پياوړی کړي؛ نه دا چې د ټاکنو پر پروسه يې باور له منځه ولاړ شي.

د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي شهيداحمد وايي، چې افغانان له ۱۳ کلنې دورې وروسته د نوي مشرتابه د ټاکلو په هيله د وري په ۱۶مه په پراخه توګه په ټاکنو کې برخه واخيسته.

نوموړي زياته کړه، چې ولس د بدلون پر لور په حرکت کې دی؛ نو بايد مخکښ نوماندان د خپلو شخصي ګټو پر ځای د هوښيارو سياستمدارانو په توګه د ملي ګټو پر لور حرکت وکړي.

د هغه په وينا، عام ولس تمه لري، چې د ټاکنو کمېسيون يې د رايو درناوى کړی وي او له دواړو مخکښو نوماندانو يې غوښتنه ده، چې د ټاکنو د پايلو درناوی وکړي.

شهيداحمد د دويم پړاو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې د سيمې استخبارات له ټولو ستر خنډ وبلل او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د دويم پړاو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره جدي اقدامات وکړي.

غور

په غور ولايت کې د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته يو شمېر مدني ټولنو او ځوانانو په يوه ناسته کې له نوماندانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پايلې ومني او خلک په دويم پړاو ټاکنو کې ونډې اخيستو ته وهڅوي.

دوى ويل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به هم په پوره لېوالتيا ونډه واخلي.

د غور د مدني ټولنې غړي محمد وزير نوراني وويل: “د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړو چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوو پايلو ته غاړه کېږدي، د هېواد اوسني شرايط درک کړي، ځکه چې په دغو شرايطو کې د افغانستان خلک د ډېرو کړکېچونو توان نه لري.”

د غور د ځوانانو شورا غړي نقيب الله وويل: “موږ له دولت، ټاکنيزو بنسټونو او د ټاکنو له څارونکو بنسټونو غواړو چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره ځانګړي تدابير ونيسي تر څو موږ رڼې ټاکنې ولرو او د جګړو او جنجالونو مخه ونيول شي”

غزني

د غزني ښار اوسېدونکى رحمت الله مرجانخېل بيا دعوه کوي چې ټاکنيز کمېسيونونه خپلواک نه دي او هلته د ده په وينا هغه کسان اختيار لري چې زور لري.

دى وايي: “د رايو د شمېرنې ځنډېدل هم د دې لامل و،چې په کمېسيونونو کې درغلي روانه ده، زور د زور په سر ده. “

د غزني ښار يو بل اوسېدونکی محمداجمل هم په لومړي پړاو ټاکنو کې له درغليو سر ټکوي، خو وايي: “اوس مجبور يو چې د ټاکنو دې فيصلې ته غاړه کېږدو او په دويم ځل ټاکنو کې برخه واخلو.”

هغه زياتوي: “که چېرې په دويم پړاو ټاکنو کې لاسوهنه ونه شوه او خلک يې خپل اختيار ته پرېښودل چې خپلې رايې وکاروې، نو دغه ځل به ټاکنې ښې ترسره شې، خو که چېرې بيا هم په کې لاسوهنه وشوه که څه هم چې يو مشخص جمهور رييس به ټاکل کېږې، خو اختلافونه به زيات شې.”

کندهار

د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي د ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان پروسه بريالۍ ګڼي، خو د ځينو اندېښنو تر څنګ په دويم پړاو ټاکنو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

 

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى سخي نوريوال د ټاکنو پروسه بريالۍ بولي خو وايي، چې د ټاکنو د لومړيو او وروستيو پايلو تر منځ ډېر کم تفاوت ليدل کېږي او داسې ښکاري چې له ژمنو سره سره پاکې رايې له ناپاکو رايو نه دي بېلې شوې، ځکه د نوماندانو د رايو په شمېر کې ډېر بدلون نه دى راغلى.

 

د هغه په باور، د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان څخه داسې انګېري، چې دواړه کمېسيونونه د بېلابېلو ډلو له خوا تر فشار لاندې وو، نو ځکه په ډېر جزوي توپير وروستۍ پايلې اعلان شوې او دا معلومه نه شوه، چې په ټاکنو کې کومو ډلو درغلۍ کړې وې.

 

د کندهار ښار د کابلشاه سيمې يو بل اوسېدونکى سميع الله د ټاکنو د وروستيو پايلو اعلان يو برياليتوب وګاڼه او ويې ويل چې د لومړي پړاو د ټاکنو ټولې پروسې ته په پام سره بايد د دويم پړاو په ټاکنو کې اصلاحات راشي.

 

هغه هم وويل، چې د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان او د نوماندانو د رايو له مجموعي شمېرو داسې ښکاري، چې ګواکې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه تر فشار لاندې وو.

 

خو ده وويل، چې د ټاکنو کمېسيون دې د دويم پړاو ټاکنو ته د چمتووالي په لړ کې لومړى خپل کارکوونکي مجازات کړي چې درغلۍ يې کړې او ولس ته دې ډاډ ورکړي، چې څوک يې له رايو سره خيانت کوي، هغه به ضرور سزا ويني.

 

ده دغه راز غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې د خلکو د لا پراخ ګډون لپاره سر له اوسه هم کمېسيون او هم امنيتي ادارې په ګډه کار وکړي او د ټولو هغو تېروتنو مخه دې ونيسي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې شوي دي.

 

کندوز

 

د کندوز ولايت د مرکز اوسېدونکى محمد اکرم رسولي بيا وايي، چې تېرې ټاکنې په روڼتيا او د خلکو په پراخ ګډون ترسره شوې او د کندوز خلک به بيا هم په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

 

ده هم له اړوند ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د دويم دور رڼو ټاکنو لپاره پوره هڅې وکړي او د خلکو رايو ته احترام ولري.

 

هرات

د هرات ښار يو اوسېدونکى عزيزالرحمن حکيمى وايي: “زه په دويم پړاو ټاکنو کې برخه نه اخلم، ځکه رايو مو نه شمېرل کيږي، زموږ د مخکنيو رايو برخليک څه شو؟ اصلا ونه شمېرل شوې.”

دى وايي، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت هم نه ايجابوي، چې بيا د ټاکنې تر سره شي او دويم پړاو ته د ټاکنو تلل د خلکو سترګو ته خاورې شيندل دي.

 

د يادونې ده ، په هرات کې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون  دفتر سل زره رايې باطل اعلان کړې، خو وروسته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وويل، چې د هرات په ګډون د هېواد په کچه له باطل اعلان شويو رايو څخه يو شمېر  يې سيستم ته شاملې شوي دي.

د هرات بل اوسېدونکى احمدجامي د تېرو ټاکنو د څرنګوالي په اړه څه نه  وايي، خو زياتوي چې په دويم پړاو ټاکنو کې برخه اخلي او که امنيتي ځواکونه د تېرو ټاکنو په څېر امنيت ټينګ کړي، ډېر خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي.

 

 

 

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.