تالقان (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): په تخار کې ۷ ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو ۳۰زره زده کوونکو ته د زده کړو د سم چاپېريال زمينه برابر شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند ګل اقا دهنظري د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ په چال، بنګي، شکمش، رستاق او چاه اب ولسواليو کې جوړې شوې، چې د سيمې څه باندې ۳۰ زره زده کوونکي به ترې ګټه پورته کړي.
د هغه په وينا، پر دغو ودانيو د المان د پرمختيايي “”kfw او نړيوالو بانکونو څه باندې ۳ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
دى زياتوي: ((هر ښوونځى۱۲ درسي او اداري خونې لري، د مېزونو، څوکيو، د لابراتوار خونو او پر کتابتون سربېره نور ملحقات هم لري.))
هغه وايي، د دغو ودانيو د جوړولو چارې تېر کال پيل شوې وې او په همدې څو ورځو کې بشپړې شوې.
د رستاق ولسوالۍ يوه ښوونکي نجم الدين پژواک ته وويل، چې ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو سره د پوهنې وړتيا هم لوړېږي.
نوموړي وايي، مخکې له دې چې ښوونځي يې ودانۍ نه درلوده، ښوونکي او زده کوونکي دواړه له ستونزو سره مخ وو.
د هغه په خبره: ((موږ به پر زده کوونکو فشار راوړ، چې لوست ته پام وکړي خو له بهره ورته مزاحمتونه کېدل، يا به تر خېمې لاندې وو او يا به هم د ونو تر سيوري لاندې.))
د تخار په مرکز او ولسواليو کې ټول ۶۴۸ ښوونځي شته، چې شاوخوا ٣سوه زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي او د ۸ زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.
تر دې مخکې د تخار د پوهنې رييس عبدالقادر افغان پژواک ته ويلي وو، د دغو ښوونځيو له ډلې يې ٥٢ سلنه ودانۍ نه لري، خو هڅه کوي، چې په راتلونکو کلونو کې دا ستونزه حل کړي.