کندهار ( پژواک، ٢٧ غويى ٩٣ ) : د کندهار ښاري محکمې په يوه علني محاکمه کې د څو تنو بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په تور ٤ تنو پوليسو ته د اعدام سزا واوروله.
دغو پوليسو څه موده وړاندې د شاوليکوټ ولسوالۍ په سربند سيمه کې څو ملکي وګړي، چې د تفريح لپاره هلته تللي وو د موټر، پيسو او موبايلونو د تر لاسه کولو لپاره وژلي وو.
په کندهار ښار کې د غويي په ٢٧مه، د علني محاکمې په پيل کې موظف څارنوال د پېښې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په تورنو کسانو کې ٦ پوليس او يو د ملي امنيت کارکوونکى شامل دى، چې دوه کاله مخکې يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يو شمېر بې ګناه هغه کسان ، چې مېله يې کوله، وژلي وو.
هغه زياته کړه، دغو پوليسو د يادې شوې ولسوالۍ اړوند د سربند په امنيتي پوسته کې دنده لرله، چې لومړى يې مېله کوونکي وژلي او بيا يې تر خاورو لاندې کړي وو.
څارنوال وويل، په نيول شويو اوو کسانو کې ٥ يې په دې پېښه کې لاس لري.
تورنو پوليسو پر ځانونو لګېدلي تورونه نه منل او ويل يې چې په دې پېښه کې لاس نه لري.
د تورنو کسانو له ډلې محمد هاشم وويل، د وژل شويو کسانو په اړه يې د پوستې قوماندان ته خبر ورکړى و، چې که چېرې هغه په پېښه کې لاس لرلى، نو خپل قوماندان به يې په دې پېښه نه خبراوه.
خو د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي حاجي نعمت الله وويل، چې تر پېښې وروسته پوليسو ورته ويلي و، چې د کورنۍ غړي يې وسله والو نيولي او اوس يې د پولې په هغه غاړه چمن کې ساتي.
هغه زياته کړه، پوليسو ته يې د خپلې کورنۍ د غړو د راخوشې کېدو په بدل کې يوميليون کلدارې ورکړې، خو هغوى يې مړه جسدونه ور وسپارل.
نوموړي هم تور پورې کړ، چې د خپلوانو په وژلو کې يې همدا پوليس لاس لري او په ورته توګه يې نور ډېر کسان هم وژلي دي.
د کندهار ښاري محکمې رييس قضاوتمل عبدالحليم مسلم د دواړو لورو د څرګندونو تر اورېدو وروسته له قانون سره سم ٤ تنو پوليسو هر يوه محمد هاشم، حمد الله، محمد جان او اختر محمد مشهور په قاري ته د اعدام سزا واوروله.
د محکمې رييس دغه راز يوه بل پوليس محمد د دغې پېښې د پټولو په تور د دوه کاله بند سزا واوروله او يو بل پوليس او د ملي امنيت کارکوونکي ته يې برائت ورکړ.
مسلم وويل، دا پرېکړه وروستۍ نه ده او تورن کسان کولاى شي د استيناف غوښتنه وکړي.
د يادونې ده، چې ياد شوي کسان څه موده وړاندې هم د محاکمې لپاره حاضر کړل شوي وو، خو دا چې دوسيه يې بشپړه نه وه، محاکمه يې ځنډېدلې وه.
په کندهار ښار کې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو جرمونو تورنو کسانو ته بېلابېلې سزاوې اورول شوې دي.