تالقان (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د تخار په هغو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې، چې له دې مخکې د ناامنيو له ګواښ سره مخ وې.
ولايتي چارواکو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت او د دويم پړاو ټاکنو د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د تخار پر والي او امنيه قوماندان سربېره د ١٦ ولسواليو امنيه قوماندانانو او ولسوالانو هم ګډون کړى و.
د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي وويل، وسله وال غواړي چې د دويم پړاو ټاکنو مخنيوى وکړي خو د هر ډول خوځښتونو مخ به يې ونيول شي.
والي وايي، په دغه پړاو کې به د خلکو ونډه د مخکې تر هغې پراخه وي؛ ځکه له ټاکنو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.
د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني وويل، په دغه ولايت کې ٢زره امنيتي ځواکونو د ټاکنو امنيت خوندي کولو ته چمتووالى نيولى دى.
قطغني وايي: ((په هغو زيانمنونکو سيمو کې، چې د مخالفانو د بيا پيدا کېدو شونتيا وه امنيتي پوستې مو په کې ډېرې کړې . په هره سيمه کې چې امنيتي ستونزه پيدا کېږي د هغې سيمې قوماندان راته مسوول دى، بايد ځواب ووايي. هېڅوک بايد غفلت ونه کړي.))
د تخار د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول بيا له امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه له والي او امنيه قوماندان څخه وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې د خپلسرو قوماندانانو او زورواکانو د مداخلې مخه ونيسي.
احمدتميم تلاش وايي، په لومړي پړاو ټاکنو کې يو شمېر زورواکانو او خپلسرو قوماندانو ډېرې مداخلې وکړې، چې له امله يې د دوى چارې ټکنۍ شوې.
ده وويل: ((ټولو ته معلومه ده، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې زوروکانو ډېرې مداخلې وکړې، زه يې نوم نه اخلم. والي صېب او امنيه قوماندان راسره ژمنه کړې، چې مخه يې نيسي. زه هيله من يم د دې ترڅنګ ټول امنيتي ځواکونه بايد بې پرې پاتې شي.))
د تخار امنيي چارواکو ډاډ ورکړ، چې د هر ډول ناخوالو، ننګونو او امنيتي ګواښونو پر وړاندې به مبارزه وکړي څو ټاکنې له هر پوله خوندي وي.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.