ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان په بدخشان کې نوى اداري مرکز جوړوي

المان په بدخشان کې نوى اداري مرکز جوړوي

author avatar
10 Jun 2014 - 14:57
المان په بدخشان کې نوى اداري مرکز جوړوي
author avatar
10 Jun 2014 - 14:57

 فيض اباد(پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٣): د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې به د نوي اداري مرکز په جوړېدو سره ددغې ولسوالۍ ټولو ٤٧ زره اوسېدونکو ته د ټولنيزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والى راشي.

 د راغستان ولسوال وايي، چې ددغه مرکز په جوړېدلو سره به دولتي کارکوونکي  په يوه غوره موقعيت کې د خلکو لپاره په ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې غوره خدمات وړاندې  او د خلکو او ځايي ادارې ترمنځ به اړيکې پياوړې کړي.

په کابل کې د المان د پراختيايي همکاريو دفتر (GIZ) د عامه اړيکو څانګې له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نوى مرکز د المان په مرسته د ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

د سرچينې په خبره، دا دوه پوړيزه اداري ودانۍ به د ولسوال کارځاى، د دولت کليدي ادارو لکه پوهنې، مالي اداره، کرنه، سيمه ييزه حقوقي محکمه، د کليو پراختيا اداره، ښاروالي، د ثبت عمومي اداره، د څارنوالۍ حقونو او اړيکو ادارې څخه جوړه وي.

په کابل کې د المان د (GIZ) دفتر وايي، چې ددغه مرکز په جوړېدو سره به د پوهنې، مالي چارو،  کرنې او عدليې په برخو کې ٥٠ دولتي کارکوونکو ته کارځايونه رامنځته شي.

ددغه مرکز په جوړېدو سره به د راغستان ولسوالۍ ٤٧ زره اوسېدونکو ته د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو چارو کې سمون راشي.

دا ودانۍ د بدخشان ولايت د ولايتي پراختيايي کمېټې (PDC)د پرېکړې او د المان د همکاريو او پراختيا وزارت (BMZ)په مالي مرسته جوړېږي او د پروژې بشپړوالى د غوره حکومتوالۍ ، د خدماتو وړاندې کولو د ښه والي او سيمه ييزې ادارې له پياوړتيا او مشروعيت سره مرسته کوي.

 د راغستان ولسوالي د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په ١٤٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ  د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د روغتيايي اوبو رسولو د يوې پروژې کار د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د المان په ١٧ ميليون يورو مرستې سره پيل شو او ټاکل شوې، چې دوه کاله وروسته به څلور زره کورنۍ په خپلو کورونو کې پاکواوبو ته لاسرسى ولري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.