Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنګین جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د سنګین جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

author avatar
22 Jun 2014 - 12:08
د سنګین جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده
author avatar
22 Jun 2014 - 12:08

لښکرګاه (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمندپه سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده او تر اوسه په کې دوه پوليس، لس وسله وال وژل شوي او څلور سرتېري ټپيان دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحدچوپان پژواک اژانس ته وویل، چې دغه جګړه دسنګین د ساروان کلا، ملازو او پنډیشا په سیمو کې روانه ده.

چوپان وايي، وسله والو په دغو سيمو کې لومړى د پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړل او په دې ترڅ کې نور امنیتي ځواکونه هم د هغوى د مخنيوى لپاره سيمې ته ورغلي دي.

د چوپان په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه دوه پوليس وژل شوي، څلور ټپيان دي او زياتوي چې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره معلومات نه لري.

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې سيمې ته مرستندوى سرتېري استول شوي او لا هم خال خال جګړه روانه ده.

ځواک وويل، چې په دې جګړه کې دوه پوليس او لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دسنګین یوه قومي مشر شمس الله صحرايي پژواک ته وویل، چې وسله وال هڅې کوي د يادې ولسوالۍ د ساروان کلا سيمه ونيسي.

دى وايي: ((ساروان کلا مرکزي سيمه ده، که طالبان يې ونيسي ډېرو نورو سيمو ته لار پيدا کولاى شي.))

ده وويل، چې د يادې سيمې په لرو پرتو ساحو کې لا هم جګړه روانه ده او ملکي خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د سنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې يې طالبانو له امنيتي سرتېرو سره جګړه پيل کړې او تر اوسه يې د ده په وينا، تر شلو سرتېري وژلي دي.

احمدي وايي، چې په دې جګړه کې يې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه هم نيولي ، خو ولايتي چارواکي بيا دغه ادعاوې ردوي.

د يادولو ده، د تېر کال په اوړي کې هم د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ورته جګړې پيل شوې چې کابو شپږ مياشتې يې دوام وکړ.

Views: 3

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.