Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سنګين کې د جګړې د غځېدو له امله پوځي عمليات پيل شول

په سنګين کې د جګړې د غځېدو له امله پوځي عمليات پيل شول

author avatar
22 Jun 2014 - 18:12
په سنګين کې د جګړې د غځېدو له امله پوځي عمليات پيل شول
author avatar
22 Jun 2014 - 18:12

لښکرګاه(پژواک دچنګاښ لومړۍ نېټه ۹۳):افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد او سنګین ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

دا اعلان تر هغه وروسته شوى، چې د سنګين په ولسوالۍ کې له وسله والو سره جګړه درېيمې ورځې ته وغځېده.  په دې جګړه کې تراوسه نهه سرتېري او ١٩  وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک خبري اژانس ته وويل، په  سنګین او نوزاد ولسوالیو کې یې چاڼیز عملیات د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره پيل کړل.

نوموړي وویل، په یادو عملیاتو له ملي پولیسو سر بېره دملي اردو سرتېري برخه لري او ډېر ژر به دواړه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

قوماندان هغه اوازې رد کړې، چې ګنې یادې ولسوالۍ به د وسله والو لاسته ورشي.

امنیه قوماندان زیاته کړه، یادو ولسواليو ته  يې ګڼ شمېر سرتېري لېږلي ؛څوتر تصفیوي عملیاتو وروسته  به ګاونډیو ولسوالیو کې هم  د مخالفینو پر وړاندې ورته عملیات وکړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مني،چې په یادو ولسوالیو کې له وسله والو سره جګړه روانه ده،چې تراوسه په کې ۱۹ طالبان،پنځه پوليس او څلور د ملي اردوسرتېري وژل شوي.

نن سهار د دې ولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحدچوپان پژواک ته ویلي و ، چې د سنګین د ساروان کلا، ملازو او پنډیشا په سیمو کې له وسله والو سره جګړه روانه ده.

چوپان وايي، وسله والو په دې سيمو کې لومړى د پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړل ؛چې د بريدونو پر مهال يې  نور افغان امنیتي ځواکونه  هم د مخنيوي لپاره سيمې ته ورسېدل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي،چې دسنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې يې طالبانو له امنيتي سرتېرو سره جګړه پيل کړې ده او تراوسه يې د ده په وينا، تر شلو افغان سرتېري وژل دي.

احمدي وايي،چې په دې جګړه کې يې د امنيتي ځواکونو دوه قرارګاوې هم نيولي؛خو ولايتي چارواکي دا ادعاوې ردوي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.