لښکرګاه، کندهار (پژواک ١٥چنګاښ ٩٣): په هلمند او کندهار ولايتونو کې دوه ولسي وګړي او شپږ وسله وال وژل شوي او لس وسله وال نيول شوي دي.
د ملي امنيت له لوري د چنګاښ په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هلمند کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال وژلي او شپږ نور يې نيولي دي.
خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات د لښکرګاه اړوند د دو راهي په سيمه کې ترسره شوي؛خو د عملياتو دقيقه نېټه يې نه ده په ډاګه کړې.
سرچينه وايي، چې په وژل شوو وسله والو کې يو طالب قوماندان ملا جمال الدين مشهور په ملاخاکسار هم شامل دى.
په ورته مهال د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان وايي،چې تېره ورځ په دې ولايت کې يو صراف د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
چوپان پژواک ته وويل، چې دغه راز په همدې ورځ د روژه ماتي پرمهال د ښار په يوه مارکېټ کې د مهدي په نوم يو تن درمل پلورونکی د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
هغه وايي، چې دا دواړه پېښې د لښکرښار اړوندو سيمو کې شوي او په تړاو يې د پوليس څېړنې روانې دي.
بله خوا د ملي امنيت رياست خبرپاڼه وايي، چې د کندهار په ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال نيولي، چې پوښتنې ترې روانې دي.
په خبرپاڼه کې د ترسره شوو عملياتو سيمه او نېټه نه ده په ډاګه شوې.