Language

په تخار کې غره ښويېدنې درې تنه مړه کړي

تالقان (پژواک ١٤  زمرى ٩٣): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي  مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ″ذاکر″ په نوم سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي وياند وايي، په دې پېښه کې يو کور په بشپړ ډول ويجاوړ شوى او د سيمې ٢٠ نور کورونه د غره د ممکنه ښويېدو له ګواښ سره مخ دي.

د چاه اب ولسوال سيف الدين مشتاق پژواک ته وويل، چې تر دې پېښې وروسته د سيمې ٢٠ کورنۍ د پوليسو د رينجر موټرو په وسيله بلې سيمې ته انتقال شوې دي.

د ولسوال په وينا، په دې سيمه کې شاوخوا دېرش کورنۍ اوسېږي، چې له تېر کال راهيسې د غره د ممکنه ښويېدو له خطر سره مخ وې.

د مشتاق په وينا، په دې اړه يې پخوا ولايتي ادارې ته خبر ورکړى و، څو يادې کورنۍ بلې سيمې ته انتقال کړي، خو چارواکو ورسره مرسته ونه کړه.

د ولسوال په وينا، د پېښې ټپيان د ولسوالۍ ځايي روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د ارګو په اب باريک کلي کې د روان کال د غويي مياشتې په ١٢مه د غره ښويېدنې له امله د اوو سوو کورنيو د بې ځايه کېدو ترڅنګ په سلګونو نورو کسانو تر خاورو او خټو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دې پېښې وروسته بې ځايه شوو کورنيو په غونډيو او لوړو ساحو کې په يخه هوا کې تر خېمو لاندې ژوند پيل کړ، چې له امله يې ښځې او ماشومان د سړې هوا او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته شول.

Related Topics