Language

د تګاب ولسوال ټپي شو

محمود راقي ،تالقان (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت د تګاب  ولسوال د ماين په چاودنه کې ټپي شوى او بلخوا په تخار ولايت کې څلور وسله وال وژل شوي دي .

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

امنيه قوماندان وايي، په چاودنه کې  د تګاب  ولسوال قدوس ساپى برسېرن ټپي شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى.

يو شمېر سرچينو ويلي چې ولسوال د پوليسو په يوه حاموې موټر کې سپور و او غوښتل يې د کاپيسا مرکز محمودراقي ته ولاړ شي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې  مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، د تخار په ولايت کې څلور وسله وال وژل شوي، دوه سيمه ييز پوليس او لس وسله وال  ټپيان دي.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه وسله والو د خواجه غار ولسوالۍ د″ګورتېپې″ په سيمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه وايي چې سيمه ييزو پوليسو پر  وسله والو ځوابي ډزې کړي او په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسیر وايي، چې ټپي سیمه ییز پولیس د خواجه غار روغتیايي مرکز ته انتقال شوى او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د خواجه غار ولسوال ملاعمر پژواک ته وويل: ((د دغه برید لپاره وسله وال طالبان له کندوز ولايت څخه راغلي وو.))

ولسوال وايي، په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله وال په ښکاره فعالیت نه شي کولی ، خو وخت ناوخته  د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ راځي او تر  بريدونو وروسته بېرته تښتي.

د کندوز چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون  کې څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه وسله والو په خواجه غار  ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو سره د جګړې په تړاو څه ويلي.

Related Topics