Language

کوهبند کې د دوو قوماندانانو ترمنځ  جګړو خلک کډې کولو ته مجبور کړي

محمودراقي: (پژواک ٢٢ ورى ٩٣): د کاپيسا د کوهبند ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوو جهادي قوماندانانو د دښمنۍ له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه خلک وايي چې له ډېرې مودې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د قوماندان ګل نظيم له خپل مخالف پخواني جهادي قوماندان سره شخصي دښمني لري او د جګړو پر مهال پر يوه بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سورګل په نوم د کوهبند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې جګړو کې تر اوسه له دواړو لورو تر ٣٠ پورې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، د همدې جګړو له امله لسګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې چې اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((له درنامې کلي تر سلو زياتې کورنۍ کډوالې شوې، د وی د کاپيسا نور برخو ته کوچېدلې ځکه دواړه قوماندانان پوستې لري ډېر وخت په خپلو کې سره بريدونه کوي.))

د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالکريم هم وايي چې د سيمې اوسېدونکي د هغوى له جګړو تر پزې راغلي دي.

د هغه په وينا، دوى سيمه نا امنه کړې، چې له امله يې ټاکنې هم دلته ترسره نه شوې .

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازی حاجی اقبال صافي بيا پر حکومت نيوکه کوي، چې تر اوسه يې ياد قوماندانان نه دي بې وسلې کړي.

د نوموړي په وينا، دوى هڅه کوي چې د يوې قومي شورا او جرګې له لارې د يادو قوماندانانو ستونزه هواره کړي.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي د کوهبند ولسوالۍ ستونزه مني او تر څنګ يې وايي چې دا دښمني له پخوا راهيسې د دواړو قوماندانو تر منځ موجود ده او هره ورځ د دوی په نښته کې خلک وژل کېږي.

ده پژواک ته وويل: ((موږ به ډېر ژر دا ستونزه حل کړو خو د پخوا په څېر اوس هغسې جګړې په دې سيمه کې نشته.))

پژواک هڅه وکړه، چې د يادو قوماندانانو نظرونه واخلي، خو اړيکه ورسره ونه نيول شوه.

Related Topics