ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ په لسو پياوړو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړ

عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ په لسو پياوړو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړ

author avatar
23 Aug 2014 - 18:41
عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ په لسو پياوړو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړ
author avatar
23 Aug 2014 - 18:41

کابل ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر ( کپتان) محمد نبي عيسى خېل د نړۍ په پياړو لسو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړى دى.

د کرکټ د نړيوالې شورا ( اى سي سي) له خوا په تازه خپرو شويو معلوماتو کې راغلي ، چې محمد نبي عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ د الراونډرانو په کټګورۍ کې اتم مقام خپل کړى دى.

 د اى سي سي له خوا په خپور شوي لېست کې د پاکستان محمد حفيظ لومړى، د بنګله دېش شکېب الحسن دويم، د سريلانکا متيوز درېيم، د هندوستان جديجه څلورم ، داسټراليا واسټن پنځم ، د سريلانکا دلشان شپږم، د پاکستان شاهد اپريدى اووم ، د افغانستان محمد نبي اتم، د ويسټ انډيز براوو نهم او د اسټراليا فولکنر لسم مقام لري.

دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى د نړيوال کرکټ د پياوړو لوبغاړو په درجه بندۍ کې ځاى پيدا کوي.

د افغانستان کرکت بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم د محمد نبي له يادې لاسته راوړنې خبر شوي او پرې خوښي څرګندوي .

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دافغانستان کرکټ اوس ډېر پرمختګونه کړي او ملي لوبډلې هم په نړيواله درجه کې يوولسم مقام خپل کړى دى.

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل پر يادې لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دا مقام يې د هېوادوالو ددعاګانو په برکت ترلاسه کړى دى.

نوموړي دغه لاسته راوړنه ټولو هېوادوالو ته ډالۍ  او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به د نورې ښې لوبې هڅه کوي، څو د هېواد نوم لا هم روښانه کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.