ژبه

امریکا د ترکیې پر یوه بانک او دوو اړوندو شرکتونو بندیزونه لګولي

سهراب سرورى

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۳

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د امریکا د خزانې وزارت د ترکیې د پانګونې پر یوه بانک او دوو اړوند شرکتونو د ایران او سپاه پاسداران د قدس ځواک اړوندو مالي معاملو د اسانتیا په تور بندیزونه لګولي؛ خو «ګولډن ګلوبل» بانک دغه تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت پرون (جمعه) ویلي چې په استانبول کې مېشت «ګولډن ګلوبل» د پانګونې بانک، د «ګولډن ګلوبل پورټفولیو» د شتمنیو د مدیریت شرکت او د «ګولډن ګلوبل وارلیک» د شتمنیو د اجارې شرکت یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې (OFAC) ویلي چې دغه درې واړه بنسټونه یې د «ځانګړو ټاکل شوو اتباعو» په نوملړ کې شامل کړي او له ډالر‌محور مالي نظامه به جلا شي.

د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت له دغو تحریم شوو بنسټونو سره د معاملو د پای ته رسولو لپاره عمومي جواز هم صادر کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت ادعا کړې چې «ګولډن ګلوبل» بانک د ایران د غیررسمي بانکي شبکې د مرستې او له چین څخه ترکیې ته د ایران د تېلو د عوایدو د لېږد لپاره جوړ شوی و؛ هغه ځای چې یاد عواید د صرافانو له خوا په نغدو پیسو او سرو زرو بدلېدای شول.

دغه وزارت ویلي چې یاد بانک په پوهاوي سره ایراني مالي بنسټونو ته د کار ورکولو بانکدارۍ خدمتونه وړاندې کړي او د سپاه پاسداران د قدس ځواک او له هغه سره د اړوندو کسانو او شرکتونو تر کنټرول لاندې حسابونو له لارې یې د معاملو زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي، دغه اقدام هغو بنسټونو ته روښانه پیغام دی چې د امریکا د حکومت په اند، له ایران او سپاه پاسداران سره د سوداګرۍ په اسانتیا کې رول لري.

هغه زیاته کړې چې امریکا به له خپلو متحدینو او شریکانو سره یوځای پر دغو بنسټونو د اقداماتو لړۍ روانه وساتي.

بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، «ګولډن ګلوبل» بانک د امریکا د خزانې وزارت تورونه رد کړي دي.

دغه بانک ویلي چې په ترکیه کې او نړۍواله کچه یې د بانکي فعالیتونو ټول شرایط او د مالي سرغړونو پر وړاندې د مبارزې مقررات رعایت کړي او پر ځان لګېدلي تورونه «بې‌اساسه» بولي.

بانک زیاته کړې چې د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې په تحریمي پرېکړه کې شامل کسان او بنسټونه د دغه بانک مشتریان نه وو او بانک له هغوی سره هیڅ ډول مستقیمه یا غیرمستقیمه معامله نه ده کړې.