ميدانښار (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې ٤٧ بې ځايه شوو کورنيو ته د ۹۴ زره امريکايي ډالرو په لګښت کورونه جوړېږي.
د ميدان وردګو د والي مرستيال ذاکر حسين سلطاني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د بې ځايه شوو د سرپناه لپاره ياده مرسته په ډنمارک هېواد کې د افغان ګډوالو ټولنې له خوا شوې ده.
هغه وايي چې په دې پروژه کې به هرې کورنۍ ته دوه خونې او او نور ملحقات جوړ شي.
د نوموړي په خبره، دغه ۴۷ کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پېښو له امله ميدانښار ته راکډه شوې دي.
همدا راز د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې د بې ځايه شوو کورنيو ۲۵ مېرمنو ته د خياطۍ او ۲۵ نورو ته د موبايل جوړولو روزنه هم پيل کړه.
په ورته وخت کې د يادې ټولنې له خوا د ۷۰ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د بې ځايه شوو ۵۰ بې وزله مېرمنو لپاره د چرګانو فارم هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړ.
د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې رييس حکمت الله پژواک اژانس ته وويل چې د دغو زده کړو له ترسره کولو وروسته مېرمنو ته د خياطۍ او موبايل جوړونې سامان الات يې هم ورکړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن