ګردېز (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په پکتيا ولايت د افغان ښځو شبکې په فعالېدو سره به د مېرمنو پر وړاندې ستونزو ته لاسرسى ډېر شي.
دا څرګندونې د يادې شبکې د پرانيستې په مراسمو کې د يادې شبکې د سوېل ختيځې حوزې مسوول سباوون احمدزي وکړې.
په مراسمو کې د ياد ولايت يو شمېر چارواکو، د مدني ټولنو او ولايتي شورا غړو او ځينو مېرمنو برخه اخيستې وه.
احمدزي وويل چې دغه شبکه د ښځو د بېلابېلو ټولنو چارې سره همغږي کوي او په ځينو مواردو کې يې د ظرفيت لوړونې لپاره مرستې کوي.
احمدزي وويل، دغه شبکه په مرکز او لرې پرتو سيمو کې د ښځو د ټولنو او په خپله د مېرمنو ستونزې راټولوي او اړوند ارګانونو ته يې د حل لپاره رسوي.
په پکتيا کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د برخې يوه کارکونکې جميله يوسفزۍ وايي چې د دې شبکې فعالېدل د ښځو له ټولنو سره په ډېرو برخو کې مرستې کولاى شي.
په پکتيا کې د ښځو د حقونو فعالې ماهرې احمدزی وويل، د دې شبکې فعالېدل د سوېل ختيځ زون د مېرمنو لپاره لويه لاسته راوړنه ده او له دې سره به د دوی زياتې ستونزې حل شي.
ياده دې وي چې د افغان ښځو شبکه لومړى په کابل او بيا په نورو ولايتونو کې جوړه شوه او ورځ تر بلې يې د کار ساحه ولايتونو ته غځېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن