کابل(پژواک،٢٧ وږى ٩٣): د پښتو ژبې د ځوانو شاعرانو غزليز ماښام د “ميډيوټيک افغانستان” ادارې کابل دفتر په انګړ کې تر سره شو.
دغه غونډه، چې تېره ورځ ماښام مهال د ميډيوټيک افغانستان او “پل فکري کړۍ” له خوا په ګډه ترتيب شوې وه؛ لسګونو نورو فرهنګيانو او شاعرانو په کې برخه اخيستې وه.
په دې غزليز ماښام کې د پښتو ژبې د ١١ ځوانو شاعرانو غوره غزلونه د ځوان سندرغاړي مبين وصال له خوا چې موسيقي يې د يوې مياشتې په بهيرکې دده له خوا کمپوز شوې وه، وړاندې شول.
د ميډيوټيک افغانستان يوه مسوول او د غونډې همغږي کوونکي محمدعاطف فقيرزاده په پرانېستونکې وينا کې وويل، چې له غونډې يې موخه اصلې او معياري افغاني موسيقۍ ته د خلک پام ور اړول او د ځوانو شاعرانو د غوره غزلونو پېژندنه او هڅونه ده.
فقيرزاده وويل، چې ياده غونډه د دوى د ادارې او “پل فکري کړۍ” له خوا د “ستوري ځوانان” تر نامه لاندې د پيل کړې لړۍ يوه کړۍ ده، چې غواړي د ادبياتو سربېره، په طبي، اقتصادي، معلوماتي ټکنالوجۍ، حقوقو، ژباړې او نورو برخو کې هېر شوي ځوان استعدادونه وستايي او خپل کار ته يې نور هم وهڅوي.
هغه زياته کړه:((اوسمهال د پښتو موسيقي د معيار لپاره کار نه کېږي او سندرغاړي هم ډېر ځله داسې شعرونه نه ټاکي، چې ټولنې ته مثبت پيغام ولري او د اوچت مفهوم ترڅنګ ادبي او هنري معيارونه هم په پام کې ونيسي، ځکه مو وغوښتل، چې دا ځل د موسيقۍ برخې ته پام واړوو او ځوان غزل سرا مبين وصال هم په دې برخه کې کار ته تشويق کړو.))
د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي استاد محبوب شاه محبوب په وينا کې دغه ګام وستايه او د پښتو ژبې له سندرغاړو يې غوښتنه وکړه، چې له بازاري او فرمايشي موسيقۍ دې ډډه وکړي او کوښښ دې وکړي، چې د شعر په انتخاب کې دقت وکړي او د اصلي افغاني موسيقۍ له حدودو ونه وځي.
هغه زياته کړه:((شاعر بايد سندر غاړى له بې لارۍ وژغوري، د مبتذل شعر پر ځاى دې دغوره شعر انتخاب ته وهڅوي، ځکه بازاري سندرې له ذهني او اخلاقي بې لارۍ پرته ټولنې ته هېڅ نه شي ورکولى.))
د هلمند پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي استاد او دغونډې يوه بل ګډونوال نوراحمد اېمل د غزليز ماښام لپاره د غزلونو انتخاب وستايه .
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډول هنري ناستې به نه يواځې، چې ځوان شاعران د اوچتو او کره غزلونو شاعرۍ ته وهڅوي، بلکې سندرغاړي به هم دې ته وهڅوي، چې د موسيقي له بازاري او پرېوتي حالت نه را وباسي.
د هنر او موسيقۍ برخې پوهان او کره کتونکي په اوسنۍ موسيقۍ نيوکه کوي، چې فرمايشي سندرې وايي او د غوره شعر د نه انتخابولو سربېره په هوټلونو او محفلونو کې د موسيقۍ له داسې برقي الو کار اخلي، چې اصلې افغاني موسيقۍ ته زيان رسوي او ددې هنر په بډاينه کې څه رول نه شي لوبولى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن