Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د ډله ييز بريد مخه ونيول شوه

کندوز (پژواک ٢ تله ٩٣): امنيتي ځواکونو په کندوز ښار کې د ډله ييز بريد مخنيوى کړى او بلخوا طالبانو دوه وسله وال غله وژلي.

پوليس وايي چې تېره نيمه شپه له بېلابېلو توکو ډک يو پيکپ موټر د کندوز امنيتي کمربند ته څېرمه ودرول شو او تښتوونکى يې د تېښتې په حالت کې د پوليسو پر ډزو ټپي او ونيول شو چې اوسمهال تر درملنې او څارنې لاندې دى.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش پژواک ته وويل چې په دغه موټر کې له چلوونکي پرته بل څوک نه و او له موټره يې د سړک غاړي ماينونه، د ماينونو بوشکې، راکټ انداز، کلاشينکوف، پيکا او يو زيات شمېر چاودونکي توکي ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((وسله والو مخالفينو غوښتل چې دغه موټر د شپې له تياري په ګټه اخيستلو ښار ته له عبوري فرعي لارو ننباسي او د ډله ييز بريد په ترسره کولو کې تر کار واخلي چې دغه موخې ته په رسېدو کې ناکام شول.))

د يو بل خبر له مخې، دوه وسله وال غله د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدين نظري پژواک ته وويل چې وسله والو تېره ورځ ماديګر د وسله والو غلو له ډلې، چې د خلکو د مالونو د لوټلو نيت يې درلود، دوه غله ووژل .

هغه زياته کړه، چې يادو کسانو يو بل غل هم نيولى او احتمال لري، چې اعدام يې کړي.

وسله والو طالبانو هم منلې، چې په دغه سيمه کې يې دوه د خلکو ځورونکي وسله وال وژلي دي.

د دشت ارچي اوسېدونکي د شکوونکو په وژلو خوښي څرګندوي.

د نياز محمد په نامه يوه ځايي اوسېدونکي وويل چې وسله وال غله هر کال د د دشت ارچي په بېلابېلو برخو کې  د خلکو مالونه لوټي او ځايي چارواکي بايد په دغه ساحو کې امنيتي پوستې رامنځته کړي.

خو امنيتي ځواکونه وايي، چې پخوا يې د دشت ارچي- کندوز په اوږدو کې درې امنيتي پوستې جوړې کړې او ټاکل شوې، چې په راتلونکې هم د زيانمنو سيمو په نورو برخو کې زياتې پوستې جوړې کړي.

تر دې وړاندې هم په څو مواردو کې وسله والو غلو په دښت ابدان- کندوز ښار لويه لاره د لارويانو مالونه او پيسې لوټلې او موټر يې چور کړي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.