Language

ای‌اوام: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۸ زره کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه یا ورک شوي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په بېلابېلو کډوالۍ لارو کې نږدې ۸ زره کډوال مړه شوي یا ورک شوي دي.

یاد سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر اوسه پورې له ۸۲ زرو څخه زیات کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي یا ورک شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په ځینو سیمو کې د کډوالو د شمېر کمېدل دا مانا نه لري چې ستونزې کمې شوې دي، بلکې د کډوالۍ لارې اوږدې او لا ډېرې خطرناکې شوې دي.

ای‌اوام خبرداری ورکړی چې زرګونه کډوال په سختو شرایطو کې بند پاتې دي او د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او اړینې مرستې ته لاسرسی نه لري، چې دا حالت پر ځايي ټولنو هم اضافي فشار واردوي.

په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي رئیسې ایمي پوپ ویلي چې د جګړو، اقلیمي فشارونو او د تګلارو د بدلون له امله د کډوالۍ لارې بدلېږي، خو خطرونه لا هم ډېر جدي دي.