کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، چې د سراج الدين حقاني ورور او د جلال الدين حقاني زوى انس حقاني چې د عبدالله په نوم مشهور دى او حافظ رشيد چې د يادې شبکې د پوځي قوماندان په توګه يې کار کاوه، نيولي دي.
د ملي امنيت عمومي رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد دوه کسان په خوست ولايت کې د ځانګړو عملياتو په پايله کې نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې انس حقاني د حقاني شبکې د ډېرو مهمو کسانو له ډلې شمېرل کېږي او نوموړى د خپل ورور او د يادې شبکې د مشر سراج الدين حقاني اصلي ياور پاتې شوى او د شبکې په سټراټيژيکو پلانونو کې يې مهم رول درلود.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې انس حقاني په کمپيوټر کې ځانګړى مهارت لري او په ټولنيزو شبکو کې د پروپاګڼد د خپرولو په برخه کې د يادې شبکې له متفکرو کسانو بلل کېده. نوموړى په عربي هېوادونو کې له خلکو څخه د پيسو د راټولونې مسووليت هم په غاړه درلود او د يادې شبکې د عملياتونو لپاره به يې پيسې چمتو کولى.
حقاني شبکه، د خطرناکو شبکو له ډلې ياديږي او ياده شبکه په افغانستان کې د ځانمرګو عملياتو، د امريکا پر سفارت، د ناټو ځواکونو پر عمومي مرکز او پر انټرکانټيننټال هوټل او نورو مهمو ځايونو باندې پر بريد کولو تورنه شوې او دغې شبکې په کابل کې د څو ځانمرګو بريدونو مسووليت هم پر غاړه اخيستى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د حقاني شبکې پوځي قوماندان حافظ رشيد يې هم نيولى دى.
د سرچينې په وينا، نوموړى د اسماعيل خېل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، چې اوسمهال يې د پاکستان هېواد د پنجاب ايالت په چکوال سيمه کې ژوند کاوه او په تېرو څو کلونو کې يې د خوست د اسماعيل خېلو په ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال په توګه فعاليت کاوه.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حفيظ رشيد په دې وروستيو کې د اړتيا له امله د يادې شبکې د پوځي قوماندان په توګه د افغانستان په سويل ختيځ کې په دنده ګومارل شوى و.
د ملي امنيت رياست وايي، چې حافظ رشيد په کابل او خوست ولايتون کې د ځانمرګو بريد کوونکو لپاره تجهيزات او ځايونه په موخه کول. نوموړى، کابل ته له وزيرستان او پېښور څخه د ځانمرګو بريد کوونکو د راوړلو ستر مسوول و.
حافظ رشيد ٣٤ کاله عمر لري، ورور يې محمد نبي عمر د طالبانو د واکمنۍ د سرحدونو چارو وزارت معين او د جلال الدين حقاني مرستيال و.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي: ” ملي امنيت، د حقاني شبکې تر ټولو لوړ پوړي او مهم کسان نيولي او يادې شبکې ته يوه سخته او سټراټيژيکه ضربه ده، چې د دوى عملياتونو د اختلال او د محاربې په ميدان کې د حقاني شبکې عملياتي ضعف سبب ګرځي.”
د ويلو ده، چې د مولوي جلال الدين حقاني بل زوى او د حقاني شبکې بنسټ اېښودونکى بدر الدين حقاني د ١٣٩١ لمريز کال په وږي مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د بريد او د مولوي جلال الدين دريم زوى ډاکټر نصيرالدين حقاني د ١٣٩٢ کال په لړم مياشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د وسلوالو کسانو له لوري نيول شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن