کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٣): د ښار جوړونې وزارت د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د رحمان بابا ښارګوټي د بنسټ ډبرې له اېښودلو سره په رسمي توګه ددې ښارګوټي کار پيل کړ.
دغه ښارګوټى په ١١٠ جريبه ځمکه کې په شپږو پوړونو کې جوړېږي ، چې په ٦١ بلاکونو کې به ټول ټال ١٤٦٤ ا پارتمانونه ولري.
پر دغه ښارګوټي ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالر لګېږي چې د ا پارتمانونو د غوښتونکو له وړاندې ورکړل شوو پيسو او يوه برخه نورې يې د افغانستان د خصوصي سکتور برخې د پانګونې له خوا برابرېږي.
د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، ددغه ښارګوټي د جوړولو کار به په راتلونکو درېيو کلونو کې بشپړ شي.
د ياد ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره نن د کابل ښار داتمې حوزې اړوند په کارته نو سيمه کې د ښار جوړولو چارو سرپرست وزير حسن عبداللهي، د اقتصاد سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال او يوه ودانيز شرکت د چارواکو له خوا کېښودل شوه.
عبداللهي د رحمان بابا ښارګوټى يو له برياليو پروژو څخه وباله او زياته يې کړه چې دغه ښارګوټى په معياري بڼه جوړېږي او د ژوند له ټولو اسانتياوو او امکاناتو به برخمن وي.
دده په خبره، چې ياد اپارتمانونه د بېلابېلو ظرفيتونو درلودونکي دي او په دوو، درېيو او څلورو کوټو کې به جوړ شي.
د ښارجوړونې وزارت سرپرست وويل:((دغه اپارتمانونه بې سرپناه خلکو او دولتي مامورينو ته وېشل کېږي او بيه به يې په لنډ مهاله قسطونو کې واخيستل شي.))
عبداللهي زياته کړه چې د ښار جوړونې وزارت به خپله د رحمان بابا ښارګوټي د جوړونې له بهير څخه څارنه کوي.
سرچينې وړاندې وويل چې رحمان بابا ښارګوټى د کابل ښار د ماسټر پلان سره سم د لوړ پوړو ودانيو په ساحه کې د کور جوړونې له نړيوالو معيارونو سره طرحه او ډيزاين شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه ښارګوټي کې د شنه پارک، جامع جومات، روغتيايي کلينيک، وړکتون، ښوونځي، مرکز ګرمي، د اوبو د چاڼ مرکز، د فاضلاب تخليې او نورو اسانتياوو په څېر د سوکالۍ ګڼې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د ښار جوړونې وزير وويل چې دغه ښارګوټى په درېيو کلونو کې په شپږو پوړونو کې په پاخه او بنسټيز ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
د عبداللهي د معلوماتو له مخې، ددغه ښارګوټي رغولو کې ٢٠ زره کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار کولو زمينه مساعدېږي.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په خپلو خبرو کې ددغه ښارګوټي جوړول د هېواد د ابادۍ پر لور يو بل ګام وباله او ويې ويل:((ددغې پروژې پيل د ټول هېواد د ودانيز سکتور د پراختيا لپاره يوه بله هڅه ده.))
د ارغنديوال په خبره ، ددغه ښارګوټي د کار په بشپړېدو سره به د ګڼو بې سرپناه خلکو ستونزه حل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن