کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د کندهار د اقتصاد رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې له تېرو دوو کلونو راهيسې ٩٠ سلنه پرمختيايي چارې په ټپه درېدلې او د خلکو ژوند يې سخت اغېزمن کړى دى.
د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوه کاله مخکې په کندهار کې اقتصادي وضعيت ډېر ښه و، هغه مهال دلته ګڼې مرستندويه ادارې او موسسې شته، په بېلابېلو برخو کې پرمختيايي چارې روانې وې او ډېرو خلکو ته کارونه موندل شوي وو.
هغه زياته کړه، له هغه وروسته چې په کندهار کې د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) دفتر وتړل شو او موسساتو خپلې مرستې بندې کړې، نو نه يوازې دلته پرمختيايي چارې په ټپه ودرېدې، بلکې په زرګونو خلک بې روزګاره شول.
د نوموړي په وينا، په وروستيو دوو کلونو (١٤- ٢٠١٣) کې د کندهار ولايت په کچه ٩٠ سلنه پرمختيايي چارې په ټپه درېدلې دي.
نوموړي په دې برخه کې د دهلې بند او کجکي بند په څېر د لويو پروژه يادونه وکړه چې د بوديجې د نشتوالي له امله يې اوس مهال کارونه درېدلي دي.
خو هغه هيله وښوده چې له امريکا سره د امنيتي تړون تر لاسليک او د نوي حکومت له خوا د ځينو ګامونو تر اخيستو وروسته ښايي دغه حالت بدل شي او د دغه ولايت په اقتصادي وضعيت کې ښه والى راشي.
په کندهار کې د پانګونې په اړه د اقتصاد رييس وويل چې که څه هم په تېرو کلونو کې په دغه ولايت کې پانګونه شوې او تر يوه بريده صنعت وده کړې، خو لا هم ګڼې ستونزې په مخ کې شته.
ده وويل، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ٨٠ فابريکې فعالې دي چې شاوخوا ٥ زره تنه په کې کار کوي.
په دغو فابريکو کې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات، تعميراتي سيخونه او نور جوړېږي.
نوموړي دا هم وويل، په دې برخه کې مهم پرمختګ دا دى چې کندهار د ځينو خوراکي توکو د توليد په برخه کې پر ځان بسيا شوى، د بېلګې په توګه د لبنياتو لپاره د غواوو او د غوښې لپاره د چرګانو لوى فارمونه جوړ شوي دي.
خو هغه د برېښنا نشتوالى د پانګونې د پراخېدو او ودې پر وړاندې لويه ستونزه ګڼي او وايي، د همدې ستونزې له امله نور پانګوال او ملي سوداګر زړه نه ښه کوي چې فابريکې جوړې کړي.
ده وويل: ((د برېښنا نشتوالي او پر خامو موادو لوړې ماليې د ګڼو فابريکو فعاليت درولى او ډېر شمېر سوداګر زړه نه ښه کوي چې د صنعت په برخه کې نوره پانګونه وکړي.))
رحيمي زياته کړه، څو کاله وړاندې په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه فابريکې وتړل شوې، خو دا فابريکې درې کاله مخکې هغه مهال بېرته پرانيستل شوې چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا په کې د لس ميګاواټه په کچه د برېښنا د توليد جنراتورونه ولګول شول.
دى وايي، د روان ٢٠١٤ کال تر پاى ته رسېدو وروسته د برېښنا حالت ناڅرګند دى؛ ځکه دغه قرارداد نور پاى ته رسېدونکى دى.
د هغه په خبره، تر هغې چې په کندهار کې اوږدمهاله برېښنا نه وي چمتو شوې، دغه راز د ټکس او په صنعتي پارک کې د ځمکو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې نه وي برابرې شوې، نو د فابريکو فعاليتونه به محدود او سوداګر به په دې برخه کې نوره پانګونه نه کوي.
د اقتصاد رييس کندهار ته د پرمختيايي بوديجې نه ورکړه هم په دغه ولايت کې د اقتصادي ودې پر وړاندې لوى خنډ ياد کړ او ويې ويل، کلونه وشول چې پرمختيايي بوديجه يوازې د کاغذ پر مخ ټاکل کېږي، خو ورکول کېږي نه.
هغه د بېلګې په توګه د کندهار لپاره د روان کال بوديجه ياده کړه چې ٥٥ ميليونه ډالر ټاکل شوې، خو ورکړل شوې نه ده.
دى وايي، مودې وشوې چې پر همدغه بنسټ يې د کندهار ولايت لپاره په ٨ سکتورونو کې پرمختيايي پلان جوړ کړى چې په کې د ښوونځيو، کلينيکونو، سړکونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي، خو د بوديجې د نشتوالي له امله پرې کار نه دى شوى.
رحيمي د کندهار د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه له نوي حکومته وغوښتل چې د پرمختيايي بوديجې د ورکړې تر څنګ دې په ولسواليو کې متوازن پرمختيايي کارونه پيل کړي.
ده زياته کړه، اوس مهال د کندهار نفوس دوه ميليونه ته رسېږي، چې ډېرى وګړي يې روزګار نه لري، د دې ستونزې د هواري لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.
هغه دغه راز وويل، د صنعت د ودې لپاره دې د اوږدمهالې برېښنا غم وخوړل شي، په ټکسونو کې دې د پانګوالو لپاره اسانتياوې رامنځته شي او په صنعتي پارک کې دې ځمکې ورکړل شي.
نوموړي د کرنې پر وده هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې د کرنيزو محصولاتو لپاره دې نړيوال مارکېټونه پيدا شي او دغه راز دې د سوداګرۍ په برخه کې د ترانزيټ ستونزه هواره شي؛ ځکه ډېر مهال ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې ستونزې جوړوي.
د اقتصاد رييس په کندهار کې د سوېلي او شمالي باى پاس سړکونو جوړول هم ډېر مهم وګڼل او ويې ويل چې اوسمهال په توکو بار لوى موټر د ښار په منځ کې تګ راتګ کوي چې د ښاروالۍ له خوا جوړ شوي سړکونه تخريبوي او په دې توګه اقتصادي زيان اړوي.