Language

په ميوند کې چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي

کندهار ( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ماين د چاودنو په دوو بېلابېلو پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه پرون تر غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په ماما کارېز سيمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل،د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى ماين هغه مهال پر ملکي خلکو وچاودېد، چې هغوى پلي چېرته پر لاره وو.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان  دي، چې ټول کليوال او کروندګر دي.

د ده په خبره، ټپي وګړي د امنيتي ځواکونو له خوا د ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه و.

بل خوا د همدې ولسوالۍ په منګ سيمه کې هم پرون تر ماښام وروسته پر درېيو تنو ملکي وګړو، چې پر يوه موټر سايکل سپاره وو، د ماين چاودنه شوې ده.

درانى وايي، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ٢ نور ټپيان دي.

په دې وروستيو کې په کندهار کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ، چې د خلکو اندېښنې يې زياتې کړې دي.

ډېرى ملکي وګړي د ماين د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو ځينې نور بيا په مرموزه توګه وژل کېږي.

په دې لړ کې يوه ورځ وړاندې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په ميانجوى کې د يوه ملکي وګړي جسد موندل شوى و، چې د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى و.

پوليس وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، څو هغه کسان ونيسي چې دغه راز وژنې کوي.

Related Topics