میدان ښار ( پژواک ۶ لړم ۹۳) : د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ پيل شوې د والیبال سیالۍ د ده حیات لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې .
د میدان وردګو ولایت د بدنې روزنې امر عین الدین حقبین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې وې.
د ده په وينا، په دې سياليو کې د کانیزت،دادل سهاک،د ولسوالۍ منتخبې او ده حیات لوبډلې نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه،چې د ولسوالۍ لوبډلې کانیزت او ده حیات لوبډلې دادل سهاک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د ده د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای لوبه کې،چې نن د نرخ ولسوالۍ مقام ته څېرمه ترسره شوه،ده حیات لوبډلې وکولای شول،چې د ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته دوه ديو پر وړاندې ماتې ورکړي او د دغو سیالیو پای لوبه وګټي .
هغه وویل چې نن د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي له خوا برياليو لوبغاړو ته کپونه،مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
ولسوال له ځوانانو وغوښتل،چې د دا ډول سیالیو په ترسره کولو سره په سیمه کې د هغو کسانو مخه ونیسي،چې ورانکارې کړنې کوي او د ځوانانو د پوهنې،لوبو او نورو پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن