ګردیز( پژواک، ۱۲ لړم ۹۳ ) : د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې دیوې چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
دا چاودنه دلړم په ۱۲مه، د ماښام په شاوخوا پنځو بجو او ۲۰ دقیقو د ګردیز ښار اړونده دغزني پر سړک ددوکانونو مخې ته شوې ده.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمی اوریاخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودیدونکي توکي دیوه دوکان مخې ته په نورو توکو کې ایښودل شوي وو.
هغه زیاته کړه، چې چاودنه په داسې حال کې شوې، چې هیڅ امنیتي ځواکونه په سیمه کې نه وو او عامو خلکو په بازار کې سوداوې اخیستې.
اوریاخېل وایي چې په دې چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي .
د ګردیز د ملکي روغتون رییس ډاکټر حیاګل پکتین پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته یاد ټپیان او ژوبل کسان راوړل شوی دي.
دی وایي چې په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي او داتو ټپیانو روغتیایي حالت داندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د پيښې یو تن عیني شاهد سبحان الله پژواک ته وویل چې د چاودنې پر مهال د عامو خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او خلکو د سودا اخیستلو په تکل کې وو.
ده زیاته کړه : (( نه پوهیږم چې ددې چاودنې هدف څوک و ، ځکه چې هلته امنیتي سرتیري شتون نه درلود. ))
ساحل منګل