Language

قومي مشران: د پکتيا لويو پروژو ته پاملرنه، نه کېږي

ګردېز (پژواک ١٧ لړم ٩٣): د پکتيا يو شمېر قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې په دغه ولايت کې د بيارغونې د لويو پروژو غوښتنه وکړه.

دوى له مرکز ادارې غواړي چې دغه ولايت ته دې يو باصلاحيته پلاوى ور ولېږي چې په په تېرو څو کلونو کې شوی فساد وڅېړي.

دغه مشران چې تېره ورځ د ګردېز په ښار کې سره راټول شوي وو، له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله څخه يې وغوښتل چې نور بايد په دغه ولايت کې شته روان فساد ته د پای ټکی کېښودل شي .

قومي مشر حاجي خواني جهاني وايي په تېرو لسو کلونو کې په دغه ولايت کې د سړکونو، د ښوونخيو د ودانيو او بيارغونې بېلابېلو پروژې عملې شوې چې فساد هم په کې شوى دى.

نوموړی وايي، دا ډول پروژې په درېيم او څلورم لاس پلورل شوې چې له امله يې کيفيت خراب شوی او ډېره برخه يې بېرته له منځه تللې او له ګټې اخيستو لوېدلې دي.

دی وايي، د خوست –ګردېز لويه لار او مچلغو بند چې ټاکل شوې وه دواړه په درېيو درېيو کلونو کې جوړ شي، خو د همدومره مودې په تېرېدو سره يې لا هم کار نه دی بشپړ شوی.

د دې غونډې يو بل ويناوال نوراحمد ريښتياوال هم د ورته موضوعاتو يادونه کوي او وايي چې که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

دی وايي په تېرو لسو کلونو کې په پکتيا کې هيڅ لويه پروژه نه ده بشپړه شوې او کوم کار چې پيل شوی يا په ټپه ولاړ دی يا يې بې کيفيته ترسره شوى.

نوموړی وايي په پکتيا کې ځيني دولتي ودانۍ چې جوړې شوې هغه هم د پکتيا والو هغه پيسې دي چې د نشه يي توکو د نه کرلو په بدل کې د دغه ولايت بزګرانو ته ورکړل شوې دي .

ريښتياوال وايي چې دوی په پکتيا کې د شوي فساد په اړه اسناد لري او له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله څخه غواړي چې د دغو اسنادو د څېړلو لپاره يو پلاوی ور ولېږي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د يادو کسانو څرګندونې او ادعاوې ردوي او زياتوي چې د ګوتو په شمېر څو کسان د شخصي ګټو لپاره دا ډول غونډې جوړوي.

هغه زياته کړه چې همدا تېره اوونۍ په څمکنيو ولسوالۍ کې د يو ميليون ډالرو په ارزښت يو لوبغالى، لوى روغتون او يو جامع جومات پرانيستل شول.

د سمون په وينا، تېره اوونۍ په پوهنتون کې هم د بيارغونې لويې پروژې پرانيستل شوې او په تېرو څو مياشتو کې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې نورې پروژې هم پلې شوې دي.

د والي وياند د خوست– ګردېز لويې لارې پروژې او د مچلغو بند په اړه وايي چې دا پروژې پخ ولايت پورې مربوطې نه دي، بلکې کارونه يې له مرکز سره دي.

Related Topics