کندهار ښار ( پژواک، ٢٠ لړم ٩٣ ) : په کندهار ښار کې د ترور پېښو په لړ کې د ميرويس نيکه لېسې مدير د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اته نيمو بجو رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو د ښار په شپاړلسمه ناحيه کې د ميرويس نيکه د لېسې پر مدير حاجي وحيدالله احمدي ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
دى وايي چې بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خپلواک وويل چې نن سهار د کندهار ښار په اتمه ناحيه کې ناپېژاندو وسله والو پر يوه ملي پوليس ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
نوموړي زياته کړه، چې پوليسو د دواړو پېښو په اړه پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه ددې ترورونو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
په کندهار ښار کې د ترور پېښې او څو ورځې مخکې ددې ولايت مرستيال والي عبدالقديم پتيال په پوهنتون کې د يوه وسله وال تن له خوا ووژل شو.