دويم تعقيب-ګردېز (پژواک ٢٤ لړم ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په پکتيا کې دوه قومي مشران تر تښتولو وروسته وژلي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورېاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه په زرمت ولسوالۍ کې د ملک روزالدين او حاجي داوود په نومونو دوه قومي مشران وژلي دي.
اورياخېل وايي دغه قومي مشران د ګردېز د ابراهيم خېلو سيمې اوسېدونکي دي چې اوونۍ مخکې طالبانو تښتولي وو او تېره شپه يې د زرمت ولسوالۍ د سرې مياشتې ودانۍ ته څېرمه مړي موندل شوي دي.
د ګردېز ښار د ابراهيم خېلو سيمې اوسېدونکي خان مومن پژواک اژانس ته وويل چې ياد قومي مشران طالبانو د سيمې پر تړاو د يو لړ مسايلو پر سر د خبرو لپاره ورغوښتي وو.
دی وايي، خلک په تمه وو چې وسله والو به يې له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، خو تېره شپه يې له وژلو خبر شوي دي.
هغه و نه ويل چې دغه قومي مشران کله او له طالبانو سره د کومو مشخصو مسايلو په اړه د خبرو لپاره ورغلي وو.
خان مومن زياته کړه، دغو قومي مشرانو په سياسي کارونو کې لاسوهنه نه کوله او يوازې يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره منډې ترړې کولې.
يوه مياشت وړاندې هم په سيدکرم ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا منشي او قومي مشر مرزامحمد د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی و.
وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.