تالقان (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى او د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون شپږ پوليس ټپيان دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نږدې اته بجې د خواجه غار ولسوالۍ په شهروان سيمه کې وسله والو طالبانو د کمين په ترڅ کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.
د والي وياند وايي چې په دغه بريد کې د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبادالله وژل شوى او د تخار د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان عبدالملک په ګډون شپږ پوليس ټپيان دي.
د تخار د ملکي روغتون رييس ډاکټر کرام الدين وکيل زاده پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون شپږ ټپيان شوي سيمه ييزو پوليس ور وړل شوي دي.
وکيل زاده وويل چې په ټپيانو کې د يوه کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د قوماندان په ګډون نور ټول ښه دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر کې ليکلي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې يې پر پوليسو د بريد په ترڅ کې څلور پوليس وژلي دي.
د روانې اوونۍ له پيله د خواجه غار په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د امنيتي ځواکو چاڼيز عمليات روان دي.
تېره ورځ (د لړم ٢٦مه) د تخار امنيه قوماندان رسنيو ته وويل چې په دغو عملياتو کې يې ١٢ وسله وال وژلي او ډېرې سيمې د طالبانو له نفوذه پاکې کړې دي.