ګردېز ( پژواک، ٢٩ لړم ٩٣ ) : دپکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ملي پيوستون له لوري شپږ بېلا بېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه شپږ پروژې د مرکز ګردېز اړوند په يو شيمر کليو کې پلې شوې پکې ويالې پلچکونه،کوڅې، سيفون او بريښنايي ژرنده شامل دي.
د ملي پيوستون ولايتي مسوول انجنير سفرمحمد د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د سيمه ايزو شوراګانو په غوښتنه پيل کړې او چارې هم په خپلو د کليوالو له لوري سرته رسيدلي.
نوموړی وايي يادې پروژې د يولس ميلونه افغانيو په لګښت بشړې شوې او سلګونه کورنۍ به ورڅخه په مستقيمه او غير متستقيمه توګه ورڅخه ګټه اخلي.
انجنير سفر محمد وايي ،چې دامهال ېې په ټول ولايت کې سلګونه دملي پيوستون لوېې او وړې پروژې ترکار لاندې دي.
د سيمې اوسيدونکي د ملي پيوستون د پروژو په بشړيدو خوشحاله دي او وايي ،چې ددې پروژو په پلې کېدو به ېې يو شمير ستونزې هوارې شي .
د تېرې دسيمې دالوخېلو دکلي يو تن مشر نياز محمد وايي ،چې دوی ته په دې پروژو کې دبريښنا پروژه بشپړه شوې ده ،چې دبريښنا په برخه کې به ددوی زياتې ستونزې وسره حل شي .
نوموړی وايي دملي پيوستون پرګرام يواځنی پرګرام دی ،چې خلکو ترې سالمه او په ښه توګه ګټه پورته کړې ده او زيات خلک ترې برخمن شوي دي .
د ملي پيوستون د مسوولينو په وينا د دې ولايت په ۱۳ ولسواليو کې چارې په چټکۍ سره روانې دې، او وايي په نږدي راتلوونکي کې به په يو شمير ولسواليو کې د دې پروګرام دويم پړاو پيل شي.