درېيم تعقیب – ښرنه (پژواک ٢ ليندۍ ٩٣): د پکتیکا چارواکي وايي، د دې ولايت په یحيی خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په پایله کې څلوېښت تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د يحيی خېلو په پړاو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، پېښه د واليبال د سياليو پرمهال رامنځ ته شوې، چې دغه سيالۍ د يوسف خېلو او يحيی خېلو ولسواليو ترمنځ په لاره اچول شوې وې.
د پکتيکا ولايت مرستیال عطاءالله فضلي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د همدې سيالۍ په ترڅ کې يوه ځانمرګي بريدګر، چې پر موټرسايکل سپور و، ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.
فضلي زياتوي، د ماښام تر ۷ بجو پورې د ښرنې روغتون ته ۵۰ جسدونه او تر ۶۰ زيات ټپيان ور وړل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې ماشومان، سپين ږيري او لوبغاړي شامل دي.
ده زياته کړه، نن ورځ د واليبال سیاليو پايلوبه وه، چې د نورو ګڼ شمېر عامو وګړو ترڅنګ د پکتيکا د سيمه ييزو پولیسو دوه قوماندانان سره له خپلو ساتونکو هم راغلي وو.
يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې ۳ د سيمه ييزو پولیسو قوماندانان او د هغوی ۷ ساتونکي هم شامل دي.
د ده د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې ۵۵ تنه وژل شوي او ۶۶ ټپيان دي.
له بلې خوا، ولسمشر اشرف غني یاد ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، چې ولسمشر د دغه ترهګريز بريد د غندلو په ترڅ کې وویل، چې د بې ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بې رحمانه وژنه په هېڅ ډول توجیه کېدای نه شي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.
سرچينه کاږي، نوموړي دا کرکجن عمل د افغانستان د دښمنانو کار وباله او د پکتیکا ولایت سرپرست محب الله صمیم ته یی د ټېلیفون له لارې لارښوونه وکړه، چی ډېر ژر د پېښې سیمې ته د مرستو ټیمونه واستوي او د دی پېښې د عاملینو په نیولو کی ژر تر ژره لاس په کار شي.
سرچينه زياتوي، د ولسمشر د لارښوونې له مخې د بېړنیو مرستو د ترسره کولو او د ټپیانو د لېږد لپاره د پېښې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اشرف غني د دغې پېښې د وژل شويو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.