جلال اباد ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر په ګډون اوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازيګر مهال د پچيراګام ولسوالۍ د پاس صبر په سيمه کې وسله والو مخالفينو له چاودېدونکوتوکو ماين جوړاوه، چې پرې وچاودېد.
هغه زياتوي، وسله والو غوښتل چې له دې ماين څخه په تخريبي کړنو کار واخلي، خو په چاودنه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړى وايي چې په وژل شويو وسله والو کې يو شمېر سرګروپان هم شامل دي.
مشرقيوال دغه راز وويل چې پوليسو نن سهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر وژلى دى.
هغه زياتوي چې د يادې ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې وسله والو مخالفينو يو مازدا موټر له چاودېدونکو توکو څخه ډک کړى و او غوښتل يې چې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړي.
مشرقيوال وويل چې پوليسو دغه موټر پېژندلى و او له بريده وړاندې يې په نښه او له منځه وړى دى.
د وزيرو اوسېدونکي محمد تکل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له سهاره سيمه کلابنده ده او پوليسو يو وسله وال مخالف وژلى دى.
دى وايي چې يو شمېر وسله والو پر پوليسو ډزې هم کړي، خو وسله وال بېرته په شاتمبېدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن